Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو سېلابونو بغلان، فاریاب او غور کې عامه المنفعه ځایونه ویجاړ کړي

د بغلان، فاریاب او غور ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي د وروستیو سېلابونو له امله ډېری عامه المنفعه ودانۍ سړکونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او پلونه ویجاړ شوي دي.

دوی وایي، د عامه المنفعه ودانیو زیانمنېدو دغو ولایتونو کې سېلاب ځپلي له سخت وضعیت سره مخ کړي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي څو دغه عامه تاسیسات یو ځل بیا ورغوي. 

د بغلان اوسېدونکي، محمد ظاهر وویل: « دغه دې بیا موږ ته ورغوي، ځکه امکان نه لري چې زموږ ماشومان ترې بیاځلي ګټه واخلي او یا خلک له دې پلونو ګټه واخلي.»

د بغلان یو بل اوسېدونکي، عبدالواسع ځدراڼ هم وویل: « موږ دلته هر څه له لاسه ورکړل، ښوونځی، کلینیک، پل او هر څه، دا باید بیا ځل جوړ شي په ځانګړې توګه عامه تاسیسات.»

په همدې حال د بغلان، فاریاب او غور سېلاب ځپلو ولسوالیو د سړکونو خرابېدو له امله د ولسوالیو او ښارونو ترمنځ د تګ راتګ لارې هم بندې شوې دی.

د فاریاب د والي ویاند، عصمت الله مرادي وویل: « ډېری لارې چې بل‌چراغ ولسوالۍ سره نښلي، تړلې دي، له دې امله د سیمې اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي او د دغې ننګونې د حل غوښتونکي دي.»

د فاریاب اوسېدونکي، نصرالدین هم وویل: « دلته ځکه ډېرې ستونزې پیداکیږي چې دلته باید کانالونه وي چې د سېلابونو اوبه مهار کړي او د وتلو لارې یې هم اوسي.»

بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې وروستیو ویجاړونکو سېلابونو د سلګونه تنو ژوند واخیست.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه