Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې خلکو په شخصي لګښت ښوونځی او روغتیایي مرکز جوړ کړی

د بدخشان د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکو د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت په خپل شخصي لګښت یو ښوونځي او روغتیايي مرکز جوړ کړی.

زده کوونکي ددغو ټولګیو جوړولو د زده کړو په برخه کې اغېزمن بولي او وایي پخوا یې د لمر وړانګو او یاهم باران لاندې یې زده کړې کولې.
د راغستان ولسوال وايي په تېرو درېیو کلونو کې ددې ولسوالۍ اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت بنسټیز کارونه کړي دي.

د دغه ښوونځي او روغتیايي مرکز جوړېدو سره د راغستان ولسوالۍ اړوند دهن شاله کلي اوسېدونکو ځینې ستونزې حل شوې دي.

د بدخشان د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکي، نذرالله وویل: « د دغې سیمې اوسېدونکو لمر او باران کې زده کړې کولې. موږ له ښوونکو سره ژمن شوو چې له خلکو پیسې راټولې کړو چې یو روغتیایي مرکز او یو ښوونځی جوړ کړو.»

د دغې سیمې یو بل اوسېدونکي، قطب الدین هم وویل: « د ولسوال صېب په همکارۍ مو له خلکو یو اندازه پیسې راټولې کړې او ماشومانو ته مو دغه ښوونځی جوړ کړو.»

ځینې دغه زده کوونکي بیاد ښوونځي جوړول د زده کړو په برخه کې اغېزمن بولي او وایي، پخوا د لمر وړانګو او باران لاندې یې زده کړې کولې.

دوی د پوهنې ریاست له مسوولینو غواړي چې تدریسي توکي، میز او چوکۍ ورته برابرې کړې.

زده کوونکي، سبحان الله وویل: « خېمه کې مو درس وایه، نه کتاب لرو او نه درسي توکي.»

یو بل زده کوونکي، سلیم الله هم څرګنده کړه: « خېمه کې مو درس وایه باران به هم راتلو اوس چې ښوونځی جوړ شوی نه دروازه لري نه کړکۍ، مېز او نه چوکۍ.»

د راغستان ولسوال بیا وايي، وروستیو درېیو کلونو کې د دې ولسوالۍ بېلابېلو برخو کې د خلکو په همکارۍ بنسټیز کارونه شوي دي.

حیات‌الله محسن ولسوال راغستان بدخشان گفت: «ما در سه سال گذشته تقریبا ۳ تا ۴ باب مکتب و کلینیک با همکاری مردم ساختیم.»

په همدې حال د بدخشان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، لاهم د دغه ولایت ۴۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي په کیږدیو او یاهم په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

د بدخشان د پوهنې ریاست ویاند، عبدالغني عابدي وویل: « شاوخوا ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ لري؛ خو په ډېرو سرحدي ولسوالیو کې لکه خواهان، درواز، شکي او نخي کې ښوونځي ودانۍ نه لري.»

بدخشان د هېواد شمال ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي یې د سړکونو خرابوالي، روغتیايي مرکزونو نشتون له ستونزو سره مخ دي او په ځلونو یې د سرپرست حکومت له مسوولینو دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه