د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وایي، د پنجشېر د پارندې برښنا بند چارې ۹۸ سلنه پرمخ تللې دي.
د دوی په خبره، د دغه بند لګښت اووه عشاریه ۶ میلیون ډالر کېږي چې د څلور میګاواټه برښنا تولید وړتیا لري.
د پارندې بند نل لیکه ۲ زره او ۲۰۰ مټره اوږدوالی او یو عشاریه ۲ مټر پلنوالی لري او د دوه توربینونو لري دی چې هر یو یې د دوه میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.
د پنجشېر والي، محمد اغا حیکم وویل: « ۹۸ سلنه کار یې پای ته رسېدلی، یوازې دوه سلنه بسته کاري یې پاتې په نږدې ورځو کې به پرانیستل شي، څلور میګا واټه برښنا تولیدوي چې د پنجشېر د خلکو اړیتاوې پوره کوي.»
د دغه بند د جوړولو چارې د پخواني حکومت پرمهال پیل خو د ناڅرګند دلیل له امله ځنډېدلې وې.
تېر کال یو ځل بیا د پارندې بند د جوړولو چارې د یو اوکرایني قراردادي شرکت له لوري د چک هېواد له پرمختللو وسایلو سره له سره پیل شوې.
د قراردادي شرکت مسوول، سرګي اناتولي وویل: « د دغه برښنا بند وسایل له چک هېواد وارد شوي چې په ټولو نړۍوالو معیارونو برابر دي.»
د پنجشېر اوسېدونکي د دغه برښنا بند د چارو بشپړېدل ګټور بولي او وايي، د برښنا نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د پنجشیر اوسېدونکي، عبدالمجید وویل: « د پنجشېر ولس لپاره یوه اسانتیا ده، په تېرو شلو کلونو کې د پنجشېر خلک په تمه وو چې برښنا یي بشپړه شي.»
د پنجشېر یو بل اوسېدونکي، عبدالحمید هم وویل: « تېرو شلو کلونو کې موږ برښنا نه لرله، اوبیز برښنا وه خو دولتي نه وه.»
د برښنا دا بند د پنجشېر مرکز کې د پارندې درې سیند پر سر جوړ شوی چې د مسوولینو په خبره دغه ولایت کې لومړنی او ستر دولتي برښنا بند دی.