Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان کې د برېښنا د سب سټېشن جوړولو چارې پیل شوې

د جوزجان د اقچې پنځه ګونو ولسوالیو کې د برېښنا یو ستر سب سټېشن جوړولو چارې پیل شوې.

د برېښنا شرکت مسوولینو د دې پروژې چارو د پیل مراسمو ته په خبرو کې ویلي، د برښنا دغه سب سټېشن پر جوړولو ۳۹۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې تر راتلونکي یو کال پورې به یې چارې بشپړې شي.

د مسوولینو په خبره دې پروژه کې له ترکمنستانه د ۲۲۰ کیلو ولټه مزې غځول او وېش شبکه یې پکې شامله ده.

د برښنا شرکت سوداګریز رییس، عبدالرحمان رحماني و ویل: « اوس مهال موږ په هیڅ اداره کې بهرنی سلاکار نه لرو. ټولې پروژې د افغانانو له لوري ترسره کیږي.»

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس، صفي الله احمدزي هم وویل: « د دغې پروژې ټوله بیه ۳۹۰ میلیونه افغانۍ ده. دغه پروژه له درې برخو بشپړه شوې: د وېش شبکه، د برښنا مزی او سب سټیشن.»

د جوزجان سیمه‌ییز مسوولین د دغه سب سټېشن د چارو په پیلېدو خوښ دي او وایي، د اقچې پنځه‌ګونو ولسوالیو اوسېدونکو ته د برېښنا په ورکړې سره به د تولیدي کارخونو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د جوزجان والي، ګل حیدر شفق و ویل: « د دغو پروژه ساتل د خلکو مسوولیت هم دی. پر سړکونو او د برېښنا پر مزو چې کار پیل شوی یوازې د حکومت مسوولیت نه دی او خلک هم باید د دغو پروژو په ساتلو کې همکاري وکړي.»

جوزجان کې قومي مشر، محمد انور رحیمي و ویل: « هر  کله چې دغه سب سټیشن جوړ شي او موږ ته برېښنا ورسیږي، د غالۍ صنعت به سل په سلو کې دلته پرمختګ وکړي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، دا د جوزجان د اقچې په پنځه‌ګونو ولسوالیو کې د برېښنا تر ټولو ستره پروژه ده، چې د دې پروژې د چارو له پیل سره همهاله نږدې سلو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه