Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کونړ کې د ۲سوه بستریز روغتون د پاتې چارو پیل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست کونړ ته د سفر پرمهال ویلي، ډېر ژر به د دغه ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون پاتې چارې پيل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نورجلال جلالي وایي، د دغه روغتون جوړېدو سره به کونړ کې روغتیایي ستونزې کمې شي. 

هغه په دې اړه زیاته کړه: « ما امیرالمومنین حفظ الله سره په دې اړه مجلس وکړ، هغه راته وویل چې تاسې وړاندیزونه را ولیږئ، وړاندیز مو ولیکه او تللی دی، انشاءالله امید دی چې لږ وخت کې د هغې حکم راشي او دا پروژه شروع شي.»

د کونړ د ولایتي روغتون مسوولین هم په دې باور دي چې د یاد ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېدو سره به دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې کمې شي.  

د کونړ د ولایتي روغتون مسوول، مولا داد و ویل: « انتاني څانګه چې د ټولنې سخت ضرورت دی، ځینې وخت کېږي، چې زمونږ شفاخانه د انتان د خپرېدو منشا وګرځي د ځای د نشتون له کبله، او د دې تر څنګ زموږ اوس فعلاً کیجولټي او بیړنۍ خونه په یو ځای کې موقعیت لري او دواړه له یوې خونې استفاده کیږي.»

د کونړ ولایتي روغتون سرطبیب، انصار الله حمید په دې اړه څرګنده کړه: « کله نا کله بېړني حالت کې د ځای د کمبود له امله داسې حالاتو سره مخامخ کېږو چې په بسترونو کې ځای نه وي ناروغان حتی په ځمکه پراته وي.»

بل‌‎خوا د کونړ یو شمېر اوسېدونکي هم وايي، دغه غرني ولایت  ته پاید ډېره پاملرنه وشي ځکه په خبره یې، د نورستان ولایت ناروغان هم دغه روغتون ته د درملنې په موخه راځي.

د کونړ اوسېدونکي، سمیع الله و ویل: « کوم روغتون چې اوس فعالیت کوي کوچنی دی خلک ورباندې ډېر دي، د نورستان مریضان ورته راځي د کونړ هم دي مشکلات ډېر دي رسیده ګي نه کېږي.»

د کونړ یو بل اوسېدونکي، تهذیب الله مهذب هم و  ویل: « نفوس ته په کتو کونړ ولایتي روغتون پرسونل، تجهیزات بسنه نکوي، خلک له زیاتو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي، عاجلو پېښو کې حتی له نورستان څخه هم مریضان د کونړ ولایتي روغتون ته راوړل کیږي.»

د کونړ د ولایتي روغتون د مالوماتو لمخې د دغه روغتون اوسنۍ ودانۍ په ١٣٥٤ لمریز کال کې د لسو بسترونو په اندازه جوړ شوې وه چې د وخت په تېرېدو په کې په نامعیاري بڼه نوي بسترونه فعال او دامهال ترې د ١٥٠ بسترونو ګټه اخېستل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه