کندهار کې د کډوالو لنډمهالي پنډغالي کې له پاکستانه تازه را ایستل شوي وايي، د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو تر پیل وروسته یاد هېواد کې د افغان ماشومانو د تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
دغه کډوال وايي د ماشومانو تر برمته کېدو وروسته د خوشې کېدو بدل کې له کورنیو یې پیسې غوښتل کیږي.
له پاکستانه را ایستل شوي، دوست محمد و ویل: «موږ په دې خاطر نور خپل هېواد ته راغلو چي هلته د افغانانو ماشومان تښتول کېدل او بیا د پېسو په بدل کې خوشي کېدل.»
له پاکستانه یوبل را ایستل شوي، بشير احمد هم و ویل: «خپل هیواد ته په دې خاطر راغلو، چي هلته ماشومان تښتول کېدل او بیا د پېسو په مقابل کې خوشي کېدل.»
دغه پنډغالي کې یو شمېر نور تازه را ایستل شوي له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو له ناسم چلن شکایت کوي.
پنځه پنځوس کلن اسدالله یاد هېواد کې له یو افغان کډوال سره د تاوتریخوالي یوې پېښې په اړه د خپلو سترګو لیدلی حالت داسې بیانوي: «ما خپله ایف-سي والا ولیدل چي سپین ږیری یې ډېر سخت وواهه، د هغه ګناه څه وه، چې دومره سخت ووهل شو او ظلم ورسره وشو.»
له پاکستانه را ایستل شوي، نعمت االله هم و ویل: « زه خپله هلته زنداني شوی یم، خو بیا مي ځان د پېسو په بدل کې را خلاص کړی دی، له موږ سره پاکستان کې هر ډول ظلم شوی دی.»
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د کډوالو لنډمهالي پنډغالي یو مسوول وايي، د سپین بولدک له لارې په ورځني ډول له ۷۰ تر ۱۳۰ کورنۍ هېواد ته راستنېږي چې ډېری هغه یې پاکستاني ځواکونو وهلي او قیمتي توکي یې ترې هم اخیستي دي.
د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د کډوالو د لنډمهالي پنډغالي د ثبت مسوول، حبيب الله و ویل: «دلته داسي کډوال راځي، چې ان کالي، څپلۍ او قیمتي توکي هم ترې اخیستل شوي وي، نور هم په رواني لحاظ ډېر ځورېدلي وي.»
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د مالوماتو پر بنسټ له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ايستلو د دویم پړاو له پېل وروسته زرګونه کورنۍ هېواد ته راغلي چې سلګونه بندیان هم پکې شامل دي.
په دې اړه مو اندونه