د هرات ښاروالۍ تر یوې لسیزې ځنډ وروسته د دغه ولایت د تیاتر سالون جوړولو چارې پیل کړي.
د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، په پام کې ده چې د تیاتر دغه سالون تر راتلونکو پنځو میاشتو په معیاري ډول جوړ شي.
د هرات ښاروال، نعمت الله حسن و ویل: « د تیانتر سالون د موضوع په اړه موږ د اطلاعاتو او کلتور له ریاست او ولایت سره څلوارلس میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې او کار یې پیل شوی دی. دغه ودانۍ پنځه پوړه جوړیږي چې دوه پوړه یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل کیږي.»
د هرات د تیاتر لوبغاړي د دې سالون جوړېدو ته خوښي څرګندوي او وایي، د سالون جوړېدو سره به دغه ولایت کې د تیاتر هنر یو ځل بیا وغوړیږي.
د تیاتر او سینما لوبغاړي، غلام سخي غلامي و ویل: « هغه ورځ چې د تیاتر سالون یې ویجاړوه، د غم اوښکې مو تویولې. نن چې سالون جوړیږي، د خوښۍ اوښکې تویو. کله چې هنرمندان کور ولري، ټول هنرمندان یو له بل سره دي او ډېر خوښ یو.»
د تیاتر او سینما یو بل لوبغاړي، قربان محمدي هم و ویل: « دا چې د تیاتر سالون جوړیږي، ډېر خوښ یم. اسلامي امارت واقعاً دغه برخه کې ډېره هڅه کړې او د هنرمندانو ملاتړ یې کړی.»
دغه ولایت کې د تیاتر یو شمېر لوبغاړو په خبره، وروستیو درېیو کلونو کې ډېری هنرمندان په ځانګړي توګه ښځې له هېواده وتلې دي.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي څو د هنر ملاتړ په موخه هېواد ته د هنرمندانو راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تیاتر مدیر، عبدالکریم محمدیار و ویل: « باید داسې زمینه برابره شي څو بهر ته تللي هنرمندان هېواد ته راوګرځي. یو هنرمند دلته خپل کور پلورلی او لږې پېسې یې چې لرلې، ایران کې لګولي څو کار وکړي او ایران کې کار ډېر سخت دی. چې هېواد کې هنر وي، باید زمینه برابره شي چې هنرمندان هېواد ته راوګرځي.»
هرات کې د تیاتر هنر له سلو کلونو ډېره مخینه لري.
د هرات د تیاتر یوازینی سالون د ښار مرکزي واټ پراختیا په موخه د ښاروالۍ له لوري ویجاړ شوی و.
د تیاتر سالون ویجاړېدو له هنرمندانو په ژوندۍ بڼه د تیاتر د ترسره کېدو فرصت اخیستی و او د تیاتر لوبغاړو هنري فعالیتونه به غونډو او وړو ناستو کې ترسره کېدل.