Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې ربړول شوی ځوان ګل محمد، د عدالت د تامین غوښتنه کوي

۲۰ کلن ځوان ګل محمد چې د لوی اختر په دویمه ورځ د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې ربړول شوی د عدالت غوښتنه کوي.

دغه ځوان ادعا کړې چې د اسلامي امارت د ځينو ځواکونو له لوري د ټولو اسلامي اصولو خلاف په بې رحمانه ډول شکنجه شوی دی.

هغه چې دامهال د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې بستر دی د عدالت غوښتنه کوي:«لاسونه او سترګې مې راوتړلې او پښې مې هم راوتړلې، وروسته یې دا کار وکړ.»

بل پلو د دغه ځوان پلار د سرپرست حکومت له مسوولانو د دې پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي. هغه وايي هغو کسانو چې د ده زوی یې ربړولی باید قصاص شي.

د ګل محمد پلار محمود وویل:«ولې هغوی له قانون، حکومت او شریعت پرته دا ظلم پر موږ وکړ؟»

خو د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالله مرادي طلوع‌نیوز ته وايي چې په دې قضیه کې لس تنه تورن پېژندل شوي چې، له ډلې یې شپږ تنه نیول شوي او د څلور نورو د نیونې هڅې روانې دي.

د ښاغلي مرادي په وینا دا قضیه د فردي او ټولنیزو شخصي تربګنیو له امله رامنځته شوې:«دا پېښه نه د قومندان له خوا وه او نه هم د ولسوال لخوا، بلکې د یوه عادي عکس له خوا دا کار شوی دی او د فاریاب امنیه قومنداني هڅه کوي چې څلور تنه نور هم ونیسي او ټول دغه لس تنه د خپلو کړو په سزا ورسوي.»

ګل محمد اوس د فاریاب په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
 
د ګل محمد کورنۍ ویلي هغو کسانو چې دغه غیر انساني او د شریعت خلاف کار کړی، باید قصاص شي.

شریک یي کړئ