Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د نفتي توکو پر کنسرسیوم د څو شرکتونو پانګونه

یو شمېر کورني پانګوال د نفتي توکو چاڼولو برخه کې د هېواد ځان بساینې په موخه ۴۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې سره تولیدي کنسرسیوم جوړوي.

د دغه کنسرسیوم غړي مزارشریف ښار کې د یوې خبري ناستې پرمهال وايي، دغه شرکتونه د ورځې د ۴ زره او ۳۰۰ ټنه نفتي توکو د چاڼولو ظرفیت لري.

د دغه کنسرسیوم مسلکي مرستیال، عبدالرشید سالار و ویل: « دغه تصفیه خونه د ۴۰۰ میلیونه ډلرو پانګونې سره چې ۸۷ میلیونه ډالر پر تر دې وړاندې پانګونه شوې او پاتې ۳۲۳ میلیونه پرې تازه پانګونه وشوه له یو تر پنځه کلونو پورې په څلورو فازونو کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.»

شمال کې د چاڼونکو کارخونو مسوولین وايي په ورځني ډول د ۴۳۰۰ ټنه نفتي توکو د چاڼولو وړتیا لري خو په خبره یې، د خامو توکو له کموالي سره مخ دي.

دوی له اسلامي امارته غواړي څو دوی ته لا ډېرې سرچینې برابرې کړي. 

سوداګر، سید کریم هاشمي و ویل: « د اسلامي امارت د هر اړخیز ملاتړ پرته د دغه ستر کار مخ ته وړل امکان نه لري، د کنسرسیوم دروازې د ټولو شرکتونو او افرادو پرمخ چې غواړي د هېواد اقتصادي ځان بساینه غواړي، پرانیستې دي.»

یو بل سوداګر، مومن ضیايي هم و ویل: « اوس مهال د افغانستان استخراج شاوخوا ۱۱سوه ټنه دی او زموږ کارخونې د ۴۳۰۰ ټنو تولید وړتیا لري او له دولته غواړو چې د نفتو نورې څاګانې هم استخراج کړي څو د شرکت اړتیاوې پوره کړي.»

په همدې حال د بلخ د والي مرستیال وايي اسلامي امارت په کوردننه له هر ډول سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ ته ژمن دی.

د بلخ د والي مرستیال، نور الهادي ابو ادریس و ویل: « الحمدالله تاسو ګورئ چې زموږ نفت او ګاز، شرکتونه او کارخونې په کور دننه په سټنډرډ جوړیږي او له بهره باید زموږ د هېواد نفتي توکي ښه کیفیت ولري څو د وارداتو پرځای صادرات ولرو.»

افغانستان پراخې نفتي زېرمې لري خو د اړتیا وړ ۹۰ سلنه تېل له نورو هېوادونو واردوي او نړۍوالو بدلونونو تل په کوردننه د نفتي توکو پر بیو اغېز کړی دی.

شریک یي کړئ