د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا وایي، د اسلامي امارت او ولس ترمنځ د واټن رامنځته کولو په موخه تبلیغاتي هڅې بې پایلې دي.
خیرالله خیرخواه لوګر کې سنځل ګل مشاعرې ته په خبرو کې د شاعرانو هڅونې او ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د له دغه راز مشاعرو یې موخه د شاعرانو هڅونه او د ملي یووالي پیاوړتیا ده.
هغه و ویل: « په ټولنيزو رسنيو کې دروغجن او منفي تبليغات کوي قاضي، قومندان ، وکيل او ملا هم دی او په هر څه کې مداخله کوي دا شيطانان دي. نور بايد خپل ولس محترم وګڼو او دا ډول پروګرامونه موږ وينو او بايد زړونه پرې يخ کړو.»
د مشاعرې ګډونوال د هېواد لرې پرتو سیمو ته د دغه ډول ادبي پروګرامونو غځېدو غوښتنه کوي.
ګډونوال، سیدالله ذهين و ویل: « زه سنځل ګل مشاعرې ته په لومړي ځل راغلی يم او په ټوله کې مشاعره ښه وه ځکه په هره برخه کې شاعرانو خپل شعرونه واورول مشاعرو ته بايد لا پام وشي ولسوالیو او لېرې پرتو سيمو ته وغځول شي او هلته چې کوم شاعران دی هغه به راپورته او شعرونه سره شريک او د مينې او ورولۍ فضا به رامنځته کړي.»
یو بل ګډونوال، سباوون هم و ویل: « ښه مشاعره وه او بايد د ځوانانو لپاره لا زياتې شي ځکه ځوانان هڅول کيږي چې له نورو يو څه زده کړي.»
سنځل ګل مشاعره د پنجشنبې پر مازيګر پيل او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.
دا مشاعره هر کال لوګر کې جوړېږي او د سږکال په څېر پکې له بېلابېلو ولايتونو ګڼ شمېر شاعران او د ادب مينه وال راټولېږي.