د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاالله عمري د کندوز له سیمه ییزو مسوولینو، کروندګرو او اوسېدونکو سره د ناستې پرمهال دغه ولایت کې د کرنې پر میکانیزه کولو ټینګار کړی.
عطاالله عمري په دې ناسته کې د کندوز اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د معیاري سړو خونو جوړولو ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه: « د کرنې په برخه کې یوازې سړه خونه نه ده؛ د نباتاتو ساتنه او قرنطین، اصلاح شوي تخمونه او د اوبو، خاورې او هوا پېژندنه چې هغه تشې دي چې موږ یې د ډکولو لپاره ګام په ګام مخ ته ځو.»
د کندوز سیمه ییز مسوولینو او کروندګرو بیا د دغه ولایت کرنیزو حاصلاتو ته د بازارموندنې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
کندوز کې کروندګر، محمد حنیف و ویل: « لکه څنګه چې سږکال هندواڼه ارزانه وه، ښاغلی وزیر صېب د هندواڼې په اړه هر ګام چې لازم وي ترسره یې کړئ څو را روان کال موږ هر هېواد ته چې وغواړو صادر یې کړو.»
کندوز کې کروندګر، غلام حضرت ناصري هم و ویل: « غنم ۱۳۰ افغانۍ پلورو او خټکی ۲۷. ملت در په در دی ښاغلی وزیر صېب.»
د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال، محمد نسیم رسولي بیا څرګنده کړه: « ستونزه بیخي جدي ده. ځینې حاصلات په خپل وخت کې ډېر ارزانه کیږي. هغه وخت چې ارزانه وي، پاکستان یې اخلي او بیا یې پر موږ په لوړه بیه پلوري.»
کندوز د هېواد شمال کې یو کرنیز ولایت دی چې بېلابېل کرنیز حاصلات لري چې غنم، وربشې، جوار، وریژې، هندواڼه او خټکي یې له ښه شهرته برخمن دي.
په دې اړه مو اندونه