د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، په تېرو دوو اوونيو کې څه باندې ٢٥ زره کورنيو سيلانيانو د فارياب د ګرزيوان ولسوالۍ له طبيعي ځايونو او تفريحي سيمو ليدنه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور رییس، شمس الدین محمدي په خبره، د بهرنیو سیلانیانو لپاره د اسانتیاو د برابرولو هڅې روانې دي.
د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه: له ګاونډيو ولايتونو ٢٥ زره کورني سيلانيان فارياب ته د تفريحي سيمو او طبيعي ځايونو د ليدو لپاره راغلي دي.
د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ د خواجه غار کلي چینو، طبیعي ابشارونو او سمسورو منظرو لېدو ته زرګونه سیلانیان ور مات شوي دي.
یو شمېر سیلانیان چې له بېلابېلو ولایتونو د تفریحې لپاره دې سیمې ته راغلي وایي د سراسري امنیت ټینګښت ددې سبب شوی چې دوی له دې منظرو لېدنه وکړي.
یو سېلاني، عبدالرزاق وايي: «افغانستان یو ښېرازه هېواد دی ډیر تاریخي او تفریحي ځایونه لري. لکه د ګرزیوان سیمه چې د سلطنتي شاهي اووه دورې پکې تېرې شوې دي، اریايي دورې، تاتاریانو دوره، ساسانیانو دوره، باختري دوره او اسلامي دوره. شکر دی چې په افغانستان کې ډير تفریحي ځایونه شته.»
یو بل سیلاني، سید جلیل وايي: «رښتیا چې یو طبیعي ځای دی. موږ له فاریابه دلته تفریح ته راغلي یو څو له نږدې یې وګورو چې دلته خواجه غار و که نه.»
دا پداسې حال کې ده چې هېواد کې د ډاډمن امنیت ټینګښت سره هېوادوال د طبیعي جاذبو او تاریخې سیمو لېدو لپاره بېلابېلو ولایتونو ته سفر کوي.