د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر ديني عالمانو، د شمال او شمال ختيځو ولايتونو اوسېدونکو او سيمه ييزو چارواکو د محرم مياشتې د هرکلي په موخه مشورتي غونډه وکړه.
دغه ناسته کې ګډونوالو په هېواد کې د ټولو اتباعو او مذهبونو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ او له مسوولينو يې وغوښتل څو د محرم الحرام د ماتم مراسمو د ترسره کولو لپاره زمينه برابره کړي.
د ناستې ترسره کوونکي، سید حیدر هاشمي و ویل: « د دښمن تبلیغات باید لمنځه یوسو، موږ باید هېواد جوړ کړو. د اسلام او افغانستان د عزت او درناوي لپاره هم ځواک لرو او هم طرحې.»
له بدخشانه دیني عالم، علي مدد هم و ویل: « د خلکو غوښتنه دا ده چې مذهبي مراسم په ارامۍ سره ترسره کړي.»
د بلخ سیمه ییزو مسوولین بیا وایي اسلامي امارت هیڅ مذهب نه محدودوي او په خبره یې، یواځنۍ موخه یې د خلکو خوندیتوب دی.
د بلخ د پوهنې رییس، عبدالجلیل شهیدخیل و ویل: « د اسلامي امارت موخه د هیڅ مذهب او قوم د مراسمو محدودول او پر یو مذهب د محدودیت لګول نه ده. یواځي موخه یې زموږ د وروڼو خوندیتوب دی.»
د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس، سید نوراغا هاشمي هم و ویل: « اسلامي امارت د علماو واک دی. که دا حکومت خلکو ته سمه لار ښایي، کله به یې ښایي؟»
د ناستې ګډونوالو د مذهبي مراسمو ترسره کولو لپاره د امنیت په ګډون د خلکو غوښتنو ته د رسېدنې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې.
په دې اړه مو اندونه