Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې د ۴۵ پراختیایي پروژو روانې چارې

فراه کې سیمه ییز مسوولین وایي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې دغه ولایت کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۴۵ پراختیایی پروژو چارې پیل شوې دي.

د دوی په خبره، له دغو ۴۵ پروژو ۹یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

د فراه د اقتصاد رییس، جمال الدین جلالي و ویل: « د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه مو فراه ولایت کې د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت ۴۵ پراختیایي پروژې په لاره اچولې دي. له دې جملې ۹ پروژې بشپړې شوي او پر ۳۶ لویو او کوچنیو پروژو کار روان دی.»

انجینر، عبدالصبور صدیقي هم و ویل: « فراه ولایت کې د ترسره کېدونکو پروژو باید سمه ارزونه وشي.»

فراه ولایت کې د دغو پراختیایي پروژو ترڅنګ د دغه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې هم د اوبو د زېرمه کولو یو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

دغه بند ۳۸ مټره پلنوالی او ۴ مټره لوړوالی لري چې د ۸ زره مټره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. 

د فراه د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس، محمد نسیم سرهنګ و ویل: « د فره ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د اوبو دغه بند د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودیجې جوړ شو. دغه بند ۳۸ مټره پلنوالی، ۴ مټره لوړوالی او ۸ زره مټره مکعبه اوبه زېرمه کولای شي.»

د فراه اوسېدونکي بیا د دغه راز لا ډېرو پراختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

د فراه اوسېدونکي، ګل احمد و ویل: « د دغې پروژې په لاره اچولو څخه خوښ یو. خو فراه ولایت کې د دغه ډول لا ډېرو پراختیایي پروژو غوښتونکې یو.»

د بخش اباد بند فراه کې تر ټولو ستره پروژه ده چې اوس مهال پرې کار روان دی. دغه بند د ۱۳۶۰ میلیونه مټره مکعبه اوبو او ۲۷ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري.

شریک یي کړئ