د نورستان سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې ۸۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
دوی وایي، د ۵۲ ښوونځیو کارونه د جوړولو چارې چې تر دې وړاندې نیمه بشپړ پاتې و، بیا پیلوي.
د نورستان د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال، سید رسول عابد و ویل: « نورستان کې اتیا سلنه ښوونځي ودانۍ نلري، نورستان ولایت له ډېرو ستونزو سره مخ دی، کله چې باراني موسم راشي زموږ زده کوونکي په جوماتونو کې وي که جوماتونو کې نه وي نو په هغه ورځ زده کوونکي رخصت وي.»
د نورستان مرکز، پارون کې د څوڅوم درې د ابتدایه ښوونځي زده کوونکي د زده کړو لپاره په ډېر ستونزمنو لارو تېریږي.
دوی له اسلامي امارته غواړي څو د ښوونځيو د ودانیو ترڅنګ ورته ښوونیز توکي هم برابر کړي.
زده کوونکې، ولیده وایي: « چې کله باران او واوره وي نو له مجبوریته ښوونځی رخصت وي، له ډېرې ګرمۍ زموږ په سر درد وي، د لمر وړانګو د پناه لپاره موږ پر سر پرده اچوو. د ودانۍ نشتوالي له امله موږ اکثره جومات ته یا د خلکو کورونو ته د درس لپاره ځو.»
یوې بله زده کوونکې، نمیرې و ویل: « د ښوونځي ودانۍ نشتوالي له امله ډېرې ستونزې لرو، د درس په جریان کې د یو ټولګي د زده کوونکو غږونه، بل ټولګي ته مزاحمت کوي.»
زده کوونکی، صالح هم و ویل: « زه هر سهار له خپلو ملګرو سره له ډيرې لرې سیمې راځم، زه درس سره ډېره مینه لرم زه غواړم چې په راتلونکې کې روغتیاپال شم.»
د دغه ښوونځي ښوونکي او سیمه ییز خلک له سرپرست حکومته د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو غوښتنه کوي او زیاتوي چې دغو زده کوونکو ته باید ښوونیز لوازم هم برابر شي.
د څوڅوم درې اوسېدونکي، اسمعیل و ویل: « ټولو ولایتونو کې د نجونو او هلکانو لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ته چهاردیوالي جوړې شوې، خو د څوڅوم ښوونځي همداسې پاتې شول.»
د څوڅوم لومړني ښوونځي مدیر، حبیب الرحمان څرګنده کړه: « د ودانۍ نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځینې وختونه چې بارانونه شي، واورې شي یخني شي مجبور یو چې ښوونځی رخصت کړو ځکه چې سرپناه نشته، ټولګي هم خام دي اوبه راڅاڅي یخني هم وي، درس ورکولو ته شرایط مناسب نه وي.»
ښوونکي، زین الله عابد هم و ویل: « لږې ستونزې په دې دي چې قرطاسیه، قلمونه، تختې او لباسونو کم دي ځکه چې خلک غریب دي.»
د نورستان پوهنې ریاست د مالوماتو لمخې، دغه ولایت کې ۴۱ زره او ۱۱۸ زده کوونکي په ۲۱۴ ښوونځیو کې زده کړې کوي چې ۱۷ زره او ۲۱۸ یې نجونې دي.