Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لومړي ځل لپاره هند ته د کونړ پیاز صادریږي

کونړ کې یو شمېر سوداګر وایي، د لومړي ځل لپاره له دغه ولایته هند ته د پیازو صادارت پیل شول. 

دوی وایي د ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښټ د پیازو لومړۍ جوپه به له یوې میاشتې کمه موده کې هند ته ورسیږي. 

سوداګر، حبیب‌الرحمان وایي: « نن چې موږ دغه پیاز باروو دا مو اته زره ټنه قرارداد کړی او دا لومړۍ جوپه ده.»

یو بل سوداګر، حبیب جان هم و ویل: « موږ نن یو ښه مارکیټ پیداکړی چې بهرنی مارکیټ دی او د بزګرانو پر ژوند ښه اغېز لري.»

کونړ بیا یو شمېر کروندګر او سیمه ییز خلک بهر ته د پیازو صادرات ګټور بولي. 

ګروندګر، عزیزالرحمان په دې اړه و ویل: « موږ ته دې پر وخت اصلاح شوی تخم راکړي او سړې خونې دې جوړې کړي چې موږ خپلې سبزۍ پکې وساتو او د سړک ستونزه هم ده باید ورته پاملرنه وشي.»

د کونړ اوسېدونکي، ملک اجمل هم و ویل: « د کونړ په اسعد اباد کې باید یوه سړه خونه جوړه شي څو زموږ کروندګر پکې خپل محصولات وساتي.»

دغه ولایت کې سیمه ییز مسوولین هم له کروندګرو سره له همکارۍ ډاډ ورکوي. 

د کونړ د والي ویاند، عبدالله حقاني و ویل: « الحمدالله موږ کونړ کې له ټولو سوداګرو سره همکار یو او ټولو کروندګرو ته ډاډ ورکوو چې هر څوک چې دلته پانګونه کوي موږ یې ملاتړ کوو.»

د اسعد اباد ښاروال، نظر محمد عتیق هم و ویل: « زموږ د کروندګرو له زیار او خوارۍ یوه ګټه ترلاسه کیږي چې دې برخه کې موږ هېواد پرمختګ کوي.»

کونړ د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو دی چې د پیازو سربېره پکې ګڼ شمېر مېوې هم کرل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه