د فراه امنیتي مسوولین وایي، د تېرو درېیو میاشتو پر مهال یې د څه باندې ۱۰ زره کیلوګرامه نشه يي توکو له قاچاقه مخنیوی کړی دی.
شیشه، تریاک او هیرویین هغه سلګونه کیلوګرامه مخدره توکي دي، چې د فراه امنیتي ځواکونو یې ګاونډیو هېوادونو ته د قاچاق مخه نیولې ده.
د فراه امنیتي مسوولین وایي، چې وروستیو درېیو میاشتو کې یې د لس زره کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه نیولې او همداراز په دې تړاو یې ۱۰۰ تنه نیولي هم دي.
د مسوولینو په خبره، په دې موده کې یې ۴۸۰ جریبه ځمکه له کوکنارو هم پاکه کړې ده.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند، محمد نسیم بدري وايي: د فراه د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېرو ۳ میاشتو کې، سلګونه کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکوي چې شیشه هیرویین او تریاک پکې شامل دي او هڅه کېده چې ایران ته قاچاق شي. د دغه قاچاق په تړاو مو ۱۰۰ کسان هم نیولي دي.
د فراه امنیه قومندانۍ ویاند همداراز وایي، چې وروستیو درېیو میاشتو کې یې نږدې ۲۵۰ نور کسان هم د غلا، انسان تښتونې، شراب خوړلو او نورو بېلابېلو جرمونو نیولي دي.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند، محمد نسیم بدري و ویل: ددې ترڅنګ په تېرو ۳ میاشتو کې د بیلابیلو جرمونو لکه، غلا، انسان تښتوونه او شرابو په تور ۲۵۰ تنه نیول شوي هم دي. د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې څه کم ۳ زره کسان چې په نشه يي توکو روږدي و درملنه یې شوې او اوس مهال د فراه په زر بستریز روغتون کې ۵۰۰ روږدي بستر هم دي.
په همدې حال، د فراه اوسېدونکي او یو شمېر مدني فعالان له مسوولینو غواړي، چې د دغو کسانو پر وړاندې جدي او قانوني چلند وکړي.
مدني فعال، عبدالباقي همت وايي: موږ له سرپرست حکومت غواړو چې له دغو نیول شویو کسانو سره جدي او قانوني چلند وکړي، که جدي چلند و نه شي په ښار کې به نورو ځوانان هم په نشه يي توکو روږدي شي.
د فراه اوسېدونکی، نعمت الله وايي: د تېر پرتله د فراه امنیت ښه شوی دی. په فراه کې له مسوولینو غواړو چې د مجرمینو په نیولو او د جرمونو د مخنیوي په برخه کې لا زیاته هڅه وکړي.
د فراه یو بل اوسېدونکی، محمد و ویل: که څه هم د فراه امنیه قومندانۍ د جرمونو د کچې په راټيټولو کې زیاته هڅه کوي، باید د مرکز ترڅنګ ولسوالیو ته هم ډير پام وکړي.
د فراه امنیتي مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، وروستیو درېیو کلونو کې د نږدې دری زره معتادانو درملنه شوې او دا مهال ۵۰۰ نور معتادان هم د روږدو زر بستریز مرکز کې تر درملنه لاندې دي.
په دې اړه مو اندونه