د روزګان اوسېدونکي، ۴۵ کلن سیف الله په خپل شخصي لګښت دغه ولایت کې د الوتونکو ژوبڼ جوړ کړی دی.
سیف الله وایي، دغه ژوبڼ یې اته کاله وړاندې په پنځه جریبه ځمکه د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړ کړی دی.
هغه وایي، دغه ژوبڼ کې شاوخوا ۱۵۰ بېلابېل الوتونکي ساتي.
سیف الله طلوعنیوز ته زیاته کړه:« حکومت دې له موږ سره مرسته وکړي ځکه موږ کولای شو ډېر دغه ډول څاروي له بهره وارد کړو او بله دا چې زما ځای هم کم دی نشم کولای ډېر څاروي راوړم او دلته یې وساتم.»
یو شمېر خلک چې د رخصتیو په ورځو کې د الوتونکو لیدو لپاره دغه ژوبڼ ته راځي، وايي، دلته د راتګ پر مهال د هوساینې احساس کوي.
د روزګان اوسېدونکي، خالد احمد و ویل: « موږ ساعت تېرۍ ته راغلي یو، دلته الوتونکي ډېر ښکلي دي، خلک له ډېرې لرې لارې دلته راځي مثلاً هغه ورځ د کندهار خلکو له امریکا راغلي سېلانیان ته راوستل او ګرځېدل.»
د کندهار اوسېدونکي، ادم خان جیلاني هم و ویل: « نه یوازې د مالک لپاره یې د عاید یوه سرچینه ده، بلکې هغه خلک چې دلته راځي په ذهني ارامښت کې ورسره مرسته کوي او ښه تفریحي ځای دی.»
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بیا د دغه ژوبڼ د الوتونکو ساتنې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، اغا ولي قریشي و ویل:« موږ ډاډ ورکوو چې دغه برخه کې له نوموړي سره همکاري کوو او له نړۍوالو بنسټونو سره هم خبرې کوو چې له دوی سره مرسته وکړي.»
سیف الله دغه راز و ویل هڅه کوي څو دې ورځو کې له بهره وحشي څاروي هم وارد کړي.