Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوستي ځوان له کاریګرۍ د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي ته لار ومونده

۱۸ کلن واجدالله خوست ښار کې هره ورځ درنو پېټو ته اوږه ورکوي، هغه چې له لومړي تر دولسمه د خپل ټولګي اول نمره پاتې شوی تازه د خوست شيخ ذايد پوهنتون طب پوهنځي ته بريالی شوی دی.

نوموړی وايي غربت او ناچاري يې د زده کړو پر وړاندې خنډ نشوه او هیله من دی چې يو پياوړی روغتیاپال شي.

هغه چې د خپل همت او زيار ګاللو له امله پر ټولنيزو رسنيو خورا ستايل شوی وايي د ملګرو له خولې پرې د بري زيری وشو چې ورسره يې له سترګو د خوښۍ اوښکې وبهېدې.

واجدالله وويل « کوم خلک چې اسانتياوې لري هغه بايد خپلې کورنۍ او هېواد سره خيانت ونه کړي په ښه ډول درس د ځان لپاره ووايي او هغه خلک چې په ستونزو کې دي، ستونزه د ځان لپاره بانه نه کړي چې زه يا کار کوي يا ښوونځی وايم، دی دواړه کولی شي که وغواړي.»

د نوموړي پلار چې ليک لوست نشي کولی وايي خوښ دی چې زوی يې خپلو هيلو ته ورسېږي او له نورو پلرونو هم غواړي چې خپلو اولادونو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

د واجد الله پلار دينه ګل وويل «زه چې کله خبر شوم چې زوی مې کامياب دی ډېر خوښ شوم، بيا مې دوعا وکړه چې خدايه پاکه د ټولو افغانانو بچي کامياب کړې، دا داسې دي لکه زما خپل بچي. افغانستان ډېر ژوبل دی چې دې ته خدمت وکړو او په خپله يې په پښو ودروو.»

د واجدالله ښوونکي نقيب رسول کليوال بيا وويل «تقريياً په دوو درې اونيو کې واجدالله موږ ته ځان داسې ثابت کړ چې د هر استاد او ادارې فکر د ده په طرف و. واجدالله تقريباً نيمه ورځ به موږ سره و او له هغې وروسته به چې کله موږ وتلو ده سره به لاس کې ګاډۍ وه او مزدوري به يې کوله.»

په سږني کانکور کې شاوخوا سل زره هلکانو ګډون کړی و چې شاوخوا ۶۳ زره يې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته بريالي شوي خو  کانکور کې د نجونو نه ګډون لا هم ستره تشه بلل کېږي.

واجدالله وايي غربت او ناچاري يې د زده کړو پر وړاندې خنډ نشوه او هیله من دی چې يو پياوړی روغتیاپال شي.

شریک یي کړئ