د غور د مرغاب ولسوالۍ سلګونه سېلاب ځپلې کورنۍ چې د دغه ولایت مرکز ته بې ځایه شوي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه سېلاب ځپلي وایي، تر اوسه د حکومت سربېره هیڅ مرستندویه بنسټ له دوی سره مرسته نه ده کړې او دمګړۍ د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري.
دوی وایي، وروستیو سېلابونو کې یې خپله ټول شته له لاسه ورکړې او مرستو ته سترګې په لاره دي.
د غور اوسېدونکي، احمد طلوع نیوز ته و ویل:« هیڅ نه لرو او تر اوسه هیڅ مرسته هم راسره نه ده شوې. موږ غواړو چې له موږ سره مرستې وشي.»
غور کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي، مختار هم و ویل: « دلته ستونزمن ژوند کوم. ورځ کې مو د لمر وړانګې سوځوي او شپه کې هم د سړې هوا له امله خوب نشو کولای. له دولته غواړو چې موږ ته سرپناه جوړه کړي، تر کومه به موږ دغسې بې سرپناه یو.»
ډېری دغه سیلاب ځپلي وايي د خوړلو لپاره څه نلري او د مرستندویه بنسټونو او حکومت جدي مرستو ته اړتیا لري.
د غور اوسېدونکي، جمعه بای و ویل: « له اسلامي امارت او بشردوستانه بنسټونو مو غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرستې وکړي. نه خېمه لرو، نه خواړه لرو او نه هم د اوسېدو ځای لرو.»
یو بل سېلاب ځپلي، بلال هم و ویل: « ټول شته مو سېلاب یوړل، دلته بې ځایه شوي یو او تر دې مهاله له موږ سره مرسته نه ده شوې. ډېرې ستونزې لرو، اوبه او ډوډۍ نشته.»
فیروز کوه ښار کې هم سېلاب ځپلي له سخت وضعیت سره مخ دي.
فیروزکوه کې وروستیو سېلابونو د نجیب الله نظري کور او ویجاړ کړ چې اوس د اقتصادي ستونزو له امله د خپل کور د بیارغونې وس نه لري.
نجیب الله نظري وایي: « غور کې راوتلو سېلابونو زما کور او ژوند له ما واخیست او د ژوند لپاره هیڅ امکانات نه دي راپاتې. کور، لوښي او فرشونه چې د کلونو زیار په پایله کې مې لاسته راوړي و، سېلابونو یوړل.»
دوه نیمې میاشتې وړاندې د غور مرکز فیروز کوه ښار څنډو کې ویجاړونکو سېلابونو د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ سختې وځپلې، زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې.
په دې اړه مو اندونه