د سرپل سیمه ییز مسوولین وايي دغه ولایت کې د ۴۱۱ ښوونځیو له ډلې ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نلري.
د سرپل د پوهنې رییس وايي له ۳۰ زرو زیات زده کوونکې په پرانیستې فضا او یا هم په کرایي کورونو کې زده کړې کوي.
د نوموړي په خبره تازه یو مرستندویه بنسټ چمتو شوی چې دغه ولایت کې د تېرو جګړو او مسوولینو نه پاملرنې له امله ۶۴ ویجاړ شوي ښوونځي بیا ورغوي.
د سرپل د پوهنې رییس، محمد رحماني وايي: زموږ ډیری ښوونځي ستونزې لري، څه باندې سل ښوونځي مو اوس هم ودانۍ ته اړتیا لري. ډېری داسې ښوونځي هم دي چې ودانۍ یې بیارغونې ته اړتیا لري.
د سرپل مرکز څنډو کې بلغلي کلي کې د نجونو ښوونځي د پرانیستې مراسم دي دي.
دغه ښوونځي چې په معیاري ډول جوړ شوی د شپږو تدریسي ټولګیو، درې اداري خونو او نور اړتیا وړ امکاناتو لرونکي دي چې په جوړولو یې ۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی دی چې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونسیف له لوري ورکړل شوې دي.
د سرپل والي، محمد یعقوب عبدالرحمان اکه و ویل: دوی زحمت ایستلی او دا یې جوړ کړي دي. اوس یې ساتنه ستاسې په لاس کې ده. هغه ماشومان چې دلته روزل کیږي، ښوونکو ته و وایئ چې سالمه روزنه ورکړي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي تر دې وړاندې د معیاري ودانیو نشته والي له امله زده کوونکي به د ګرمۍ او یخنۍ پرمهال له ګنو ستونزو سره مخ وو.
ښوونکی، عنایت الله و ویل: مخکې چې دلته یوه ودانۍ وه چې شپږ ټولګي یې درلودل، زموږ زده کوونکو ډېرې ستونزې درلودې، دوه وخته به یې درسونه ویلی، ټولګي معیاري نه و او درسي مواد هم نه و تنظیم شوي.
د سرپل د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ د روان لمریز کال له پیله د ویجاړ شویو ښوونځیو د بیارغونې ترڅنګ یو شمېر ښوونځیو ته نوې ودانۍ هم جوړې شي.
په دې اړه مو اندونه