د بدخشان د ګمرک مدیریت وایي، دغه ولایت کې یې د افغانستان لاس یو کیلي موټرو د ثبت لړۍ پیل کړې ده.
د دغو موټرو د ثبت موخه د امنیت ضد پېښو مخنیوی او د حکومت د عوایدو لوړول بلل شوي دي.
د بدخشان د ګمرک مدیر، شفقت الله محقق وایي: « بدخشان کې د غلا شویو موټرو د ناسمې کارونې مخنیوي او د هېواد د عوایدو کچې د لوړوالي په موخه د بې اسنادو موټرو د ثبت پرېکړه شوې ده.»
د بدخشان اوسېدونکي هم د موټرو د ثبت دغه بهیر د جنايي او امنیتي پېښو مخنیوي برخه کې اغېزمن ګڼي.
د بدخشان اوسېدونکي، احمد فواد و ویل: « سل سلنه مرسته کوي، ځکه چې اسناد ولري نو مالوم وي، هر ډول پېښه چې وشي.»
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکي، شفیع الله هم و ویل: « د امنیت د ټینګښت لپاره یو ښه بهیر دی او د وسله والو غلاوو د کمښت په برخه کې ډېره مرسته کوي.»
د مسوولینو په خبره دا لړۍ به د روان لمریز کال تر پایه دوام و لري او د تېرو کلونو پرتله د حکومت د مشرتابه له لوري بې اسناده موټرو ته له ۵۰ تر ۷۰ سلنې تخفیف هم په پام کې نیول شوی دی.
په دې اړه مو اندونه