د هلمند د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکې تر رغونې وروسته یوځل بیا فعالیت پیل کړ.
د اقتصاد وزارت سرپرست د دغې کارخونې پرانیستې مراسمو ته د خبرو پرمهال ویلي، د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي کارخونه د هېواد په کچه څلورمه لویه کارخونه ده چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا کې به رغنده رول ولري.
د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف و ویل: « زموږ هر پانګوال او هر سوداګر باید په کور دننه پانګونه وکړي چې دغه بې وزلو خلکو ته کار پیداشي، دې کې شک نشته چې پیسې به هم ترلاسه کړي.»
د چارو ادارې رییس، نورالحق انور و ویل: « څرنګه چې د هغوی راپرځولو کې د الله تعالی نصرتونه و دلته د نظام په جوړېدلو کې او هره برخه کې د پرمختګونه په رابطه د الله نصرتونه مو ولیدل او وینو یې.»
دا کارخونه چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، مالوچ، غوړي، کنجاړه، صابون او پوستین یې مهم تولیدات دي.
د مسوولینو په خبره، دغه کارخونه د شپږ میاشتو په موده کې و رغول شوه.
د هلمند د والي ویاند، محمد قاسم ریاض و ویل: « د دې فابریکې رغونې لپاره ځانګړې کمېټه ټاکل شوې وه د شپږ نیمو میاشتو په موده کې دغه فابریکه و رغول شوه.»
په ورته مهال هلمند کې پانګوال له اسلامي امارته غواړي چې دغه ولایت کې پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د صنعتي ښارګوټي لپاره ځانګړې شوې سیمه ورته منظور کړي.
هلمند کې پانګوال، رحمت الله نظري و ویل: « تقریبا تر شپیتو پورې موږ سترې فابریکې لرو، په زیاته اندازه مو پانګونه کړې او له تاسو مو غوښتنه ده چې زموږ فابریکو ته دې پاملرنه وشي او د بولان په سیمه کې صنعتي پارک موږ ته باید منظور شي.»
خو د دغه ولایت اوسېدونکي بیا د کارخونو فعالیت د هېواد د ابادۍ لپاره مهم ګڼي او د لازیاتو کارخونو پر فعالیتونو ټینګار کوي.
د هلمند اوسېدونکي، محمد ولي و ویل: « هېواد لپاره دغه ګټه ده ولس په کار کیږي، د دې هېواد ابادي ده او د ولس خوشحالي ده خدای دې وکړي چې مسوولین د دې پشان نورې فابریکې هم موږ ته فعالې کړي.»
د هلمند یو بل اوسېدونکي، سردار ولي هم و ویل:« چې نورې فابریکې هم فعاله شي، هلمند او کندهار ډېر ځوانان او کارکوونکي لري چې داسې فابریکې فعاله شي کارونه وکړي او مزدورۍ ورته پیدا شي.»
د هلمند د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي کارخونه کابو نیمه پېړۍ وړاندې د محمد ظاهر شاه د واکمني پرمهال جوړه شوې وه، چې د تېرو جګړو او مسوولینو نه پاملرنې له امله یې فعالیتونه تړل شوي و.
په دې اړه مو اندونه