په زابل کې د وچې مېوې یو شمېر سوداګر له اړوندو مسوولینو غواړي چې، د پاکستان پر ځای دې نورو هېوادونو ته د صاداراتو زمینه برابره کړي.
د دوی په وینا، پاکستان وخت ناوخت د افغانستان پر صادراتي توکو تعرفه لوړوي او دغې چارې سوداګرو ته ډېر تاوانونه اړولي دي.
زابلي سوداګر، دولت و ویل: غونډ بند دي، نورو دولتونو ته خو نه ځي، مثلاً نور وختونه چې به تلل نو قیمتونه ډېر ښه وو. قیمتونه یې ډیر لوړ و خو اوس یې ټاپ قیمت نشته.
یوه بل سوداګر، شیرعلي زهیر زیاته کړه: د دغو توکو قرارداد دې وکړي، له بهرنیو هېوادونو سره باید راکړه ورکړه پیدا شي. محصول دې راکم کړي. د نورو خوراکي توکو محصول دې راکم شي. ځکه زموږ وطن له لوږې سره مخ دی.
د زابل د صنعت او سوداګرۍ رییس بيا وایي، وزارت يې د نړۍ له بېلا-بيلو هېوادونو سره د سوداګريزي راکړې ورکړې تړونونه کړي، چې پر مټ به يې افغان سوداګر د ګاونډيو هېوادونو پر ځای د نړۍ له نورو هېوادونو سره له سوداګريزو اسانتیاوو برخمن شي.
د زابل د صنعت او سوداګرۍ رییس، نذیر احمد حمزه و ویل: څلور پنځه هېوادونه دي چې له هغوی سره هوکړه لاسلیک شوې ده. د دې چمتووالي لپاره کار روان دی. د تعرفو په اړه هم خبرې شوې دي. دا ژمنه یې کړې چې سل سلنې ستاسې له خوا چې کوم صادرات راځي موږ به پرې تعرفې نه لګوو.
پاکستان او هند د افغانستان د سويلي ولایتونو د وچې مېوې تر ټولو نږدې بازارونو دي او هر کال سلګونه ټنه وچه مېوه له همدې لارې نړۍوالو بازارونو ته رسېږي.
په دې اړه مو اندونه