کندوز کې د بوټانو تولیدونکي د خپل کاروبارو پیکه کېدو ته اندېښمن دي.
دوی وايي د پلور بازار نشتوالي، د خامو توکو لوړو بیو او له بهره د بوټانو وارداتو یې تولید کمرنګه کړی دی.
خو د کندوز سیمهییز مسوولین دغه ولایت کې د کورنیو تولیدونکو او صنعتکارانو له کار او فعالیت څخه د ملاتړ ډاډ ورکوي.
محمد خالد وایي لس کاله کیږي چې کندوز کې بوټانو د تولید په برخه کې کار کوي وایي وروستیو کلونو کې یې د بوټانو د پلور بازار په بې سارې توګه کمرنګه شوی دی.
محمد خالد د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: « موږ له دولته غواړو چې زموږ لپاره د افغانستان دننه د خامو توکو کارخونه جوړه کړي، چې موږ ته خام توکي په کمه بیه پرېوځي او موږ یې بیا په ښه بیه هېوادوالو ته وړاندې کړو.»
صنعتګر، نورالله وزیري و ویل: « له بهره د راتلونکو بوټانو او څپلیو مالیې دې لوړې کړي چې موږ خپل کار مخته یوسو او پرمختګ وکړو او د خامو توکو په برخه کې موږ ته اسانتیا رامنځته کړي.»
یو بل صنعتګر، محمد و ویل: « له دې ځایه څرمن ځي پاکستان ته او هلته په چرم بدلیږي او بېرته راځي او پر موږ ګران پلورل کیږي، باید په هېواد دننه ځایونه جوړ شي چې موږ ته هر څه تولید کړي.»
خو د کندوز سیمه ییز مسوولین دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو او صنعتګرو د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د کندوز د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد رحیم سیرت و ویل:« موږ دوی سره د همکارۍ په موخه له دوی سره بېلابېل پروګرامونه لرو چې د برق په لګښت کې مو تخفیف ورکړ او د خامو توکو برابرولو او بازارموندنې په برخه کې هم اسانیتا په پام کې ده.»
د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بوټانو ګنډلو صنعت اوږده مخینه لري او د بوټانو تولیدونکي له هېوادوالو غواړي چې د کورني صنعت د ودې او د هېواد اقتصاد ښه کېدو په موخه د دوی له تولیداتو ګټنه وکړي.