د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست د معلولینو او شهیدانو د حقوقو د ورکړې بهیر له چټکتیا ډاډ ورکوي.
عبدالمجید اخند چې، د شهیدانو او معلولینو د وضعیت ارزونې په موخه مزارشریف ته تللی وایي، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه یې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته ۷ میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست، عبدالمجید اخند و ویل: « موږ ته چې اسلامي امارت کومه ۱۲ میلیارده افغانۍ بودیجه راکړې وه، په هغه کې ۷ میلیارده یې لګښت شوي دي. چې شهیدان تر ۶ سوه او ۵۰ زره دي، نو ۷ میلیارده افغانۍ مصرف شوي دي.»
د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو رییس وایي، چې دغه ولایت کې پر شرایطو برابر نهه زره کسان پېژندل شوي او د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه یې اووه زره کسانو ته خپل حقوق ورکړي دي.
د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو رییس، جان محمد حکمت وايي: « سږ کال چې زموږ کوم اسناد برابر شوي، د هغه له مخې موږ ۴ زره معلولینو ته پیسې ورکړې دي. د ۲۸۰۰ یتیمانو اسنادونه جوړ شوي دي. هغوی ته مو د شپږو میاشتو پیسې ورکړې دي او د چا چې په اسنادونو کې ستونزه وه، هغوی ته مو خبر ورکړی دی.»
یو شمېر معلولین وایي، اوسني حقوق یې د ورځنیو لګښتونو لپاره بسنه نه کوي او پر دې سربېره له مسوولینو د کاري او ښوونیزو فرصتونو د برابرېدو غوښتنه کوي.
روڼ زړي(نابينا)، عبدالرحیم صفا په دې اړه و ویل: په ډېری ولایتونو کې د روڼ زړو (نابینا) لپاره ځانګړي ښوونځي یا د زده کړې ځایونه نشته، چې دا ډېره ستونزه ده او باید رسېدنه ورته وشي.
د معلولینو د حقونو فعال، سید محمد یزدان پرست بیا وايي: « په افغانستان کې چې بهرنۍ موسسې دي له هغوی سره باید خبرې وشي، د زده کړو او مهارتونو زمینه برابره شي. د بورسیې زمینه برابره شي چې بهر ته ولاړ شي او هلته زده کړې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم معلولینو د زده کړو او روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کړی او همدا راز د حقونو پر وخت نه ورکړه یې تر ټولو ستره ننګونه بللې او له مسوولینو یې د یادو ستونزو د هواري غوښتنه کړې وه.