Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو پنځو میاشتو کې بامیانو ته د څه باندې ۱۵۰ زره سیلانیانو ورتګ

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس صفي‌الله رائد ویلي چې، د روان لمریز کال له پیله تراوسه، بامیانو څه باندې ۱۵۰ سیلانیانو سفر کړی دی.

ښاغلي رائد زیاته کړې چې، د بهرنیانو په ګډون ۳ زره دغو سیلانیانو، یوازې د دغه ولایت له تاریخي ځایونو لیدنه کړې ده.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل:«د کال له پيله تراوسه ۱۵۰ سیلانیانو د بامیان له طبیعي ځایونو لیدنه کړې او د بهرنیانو په ګډون ۳ زره نورو سیلانیانو د بامیان له لرغونو ځایونو لیدنه کړې ده.»

ځينې سیلانیان بیا بامیان ولایت ته د غځېدلو لارو د امنیت له ټینګښت خوښ دي؛ خو له سرپرست حکومته غواړي، چې د اسانتیاوو پر برابرولو سربېره، د بامیان- بند امیر سړک په بنسټیز ډول ورغوي.

د کابل اوسېدونکی فواد مجبور طلوع‌نیوز ته وايي:«هېڅوک د بامیانو په لارو کې له ستونزو سره مخ نه‌دي. ټول په محبت او صمیمیت سره له هغو خوشحالیو چې ترلاسه کړي او د بامیان له طبیعي ښکلاوو خوند اخلي.»

د غزني اوسېدونکي حزب‌الله هم وویل:«هر څه ښه دي. یوازې د بند امیر سړک خراب دی چې، جوړ شي.»

د بند امیر ملي پارک په شاوخوا سیمو کې لسګونه کسان د کوچنیو پانګونو پر مټ د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه تامینوي. دا کاروباریان وایي چې، د بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر ورتګ بندیز د دوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.

د بند امیر یو له هټۍوالو محمد علي څرګنده کړه:«کله چې، کورنۍ [ښځو] ته اجازه ورنه‌کړي، د سیلانیانو شمېر کمېږي او دا زموږ پر کارو بار منفي اغېزه کوي.»

د نورو طبیعي جاذبو ترڅنګ، د بند امیر ملي پارک د اوړي په موسم کې د سیلانیانو لپاره یو له مهمو تفریحي سیمو شمېرل کېږي.

د بند امیر اوسېدونکی وایي، چې د ژوند ډېری لګښتونه په دغه پارک کې سیلانیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو له لارې پوره کوي.

شریک یي کړئ