Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پروان کې د امنیت ټینګښت په موخه زر امنیتي کمرې لګېدلې دي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د پروان مرکز چاریکار ښار کې یې څه د پاسه زر امنیتي کمرې لګولې دي. 

د دغه وزارت مسوولین وايي، هڅه کوي چې د کمرو د لګولو دا لړۍ د دغه ولایت ولسوالیو ته هم وغځوي.

دوی وایي، امنیتي کمرې د جنايي جرمونو او  ښار کې له خپلسرۍ مخنیوي په برخه کې مرسته کوي.

د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او تکنالوژۍ عمومي رییس، محمد ابراهیم ناصري وایي: « د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د امر او پنځه کلن سټراټیژیک پلان لمخې مو وکولای شول چې پروان ولایت کې امنیتي کمرې ولګوو څو امنیتي ځواکونه ترې د امنیت ټینګښت په برخه کې غوره ګټه واخلي.»

د پروان امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر، کریم الله ساجد و ویل: « زر کمرې په بېلابېلو سیمو کې لګېدلې دي چې حرکت لرونکې کمرې هم پکې دي، ۸۰ کمرې یې د هر ګوټ د څارنې وړتیا لري.»

د پروان اوسېدونکي د امنیتي کمرو لګول یو غوره ګام بولي او له مسوولینو غواړي چې د دغو کمرو فعاله ساتلو ته هم پام وکړي او په سوداګریزو او استوګنیزو سیمو کې هم ورته امنیتي کامرې ولګوي.

د پروان اوسېدونکی، عبدالرحیم وایي: « د امنیتي کمرو لګول د ټولو اوسېدونکو او هغو خلکو چې په کار او سوداګرۍ بوخت دي د امنیت د ټینګښت لامل کیږي.»

د پروان یو بل اوسېدونکي، محمد اکبر و ویل: « غوښتنه مو دا ده چې دغه کمرې کوڅو ته هم وغځیږي.»

کورنیو چارو وزارت د امنیتي کامرو لګول د امنیتي وضعیت د ښه‌والي په برخه کې مهم ګام بولي او ټینګار کوي، چې دا بهیر به ټولو ولایتونو ته وغځوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه