Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: پنجشېر کې بشري وضعیت ښه شوی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د یوناما استازو د پنجشېر له سیمه‌ییزو مسوولینو سره کتنه کې ویلي چې د دوی د ارزونو پربنسټ پنجشېر کې د بشري حقونو او بندیانو وضعیت د پخوا پرتله ښه شوی دی.

د یوناما استازو دغه راز ویلي، نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو پلي کېدو په موخه یوه لویه غونډه جوړه کړي.

د بشري حقونو شورا د مرکزي زون رییس، نایل ویلا رومان ویلي: « موږ د زندان له مسوولینو سره ناسته لرله، بندیانو مو له نږدې ولیدل هیڅ بندي شکایت نه لره، بندیانو ته ټول حقوق ورکړل شوي و او پنجشېر کې د بشري حقونو وضعیت ښه دی.»

د پنجشېر والي دغه کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې د بشري حقونو مراعتولو ته ژمن دی.

محمد اغا حکیم د بشري حقونو شورا او یوناما له استازو غوښتي چې دغه ولایت کې روغتیا، پوهنې، اقتصاد او نورو بنسټیزو پروژو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د پنجشیر والي، محمد اغا حکیم زیاته کړې: « اوونۍ کې به یوه ډله بهرنیان راتلل، په خپله پروژې راغلې، هلته خلکو ته رسېدنه وشوه، ډېر محروم خلک و، پنجشېرهم د نورستان په شان دی.»  

د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار په دې اړه داسې وایي: « اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان په سیاسي انزوا کې دی او نړۍ هم ورته پام دی، دا غونډې کولای شي مدیریت او انسجام رامنځته کړي او د یو بل منلو ته لاره پرانیزي، او هغه بنسټونو چې دغه برخه کې اندېښمن دی کولای شي د افغانستان واقعیتونه له نږدې و ګوري.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او یوناما استازو د پنجشېر له مسوولینو سره دغه کتنه کې ټینګار کړی چې نړۍواله ټولنه افغانستان امنیت، سوله او ارامي غواړي.

شریک یي کړئ