د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په روان هجري- لمریز کال کې به د دغه ولایت له کروندګرو څه باندې شپږ زره ټُنه غنم وپېري.
د دغو غنمو پیرلو موخه د کروندګرو ملاتړ او په بازارونو کې له احتکاره مخنیوی بلل شوی دی.
دغه غنم به په ښه بیه وپیرل شي او په پام کې ده چې د مرکز په شمول د بېلابېلو ولایتو سیلوګانو کې وساتل شي او د بېړنیو حالاتو پرمهال ترې ګټنه وشي.
د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر، صلاح الدین واحدي وايي: «د بازار پرتله د غنمو په لوړه بیه پېرلو موخه د کروندګرو هڅونه ده چې په سیلو ګانو او رڼا کې ساتل کېږي چې په بېړنۍ موقع کې به ترې کار اخیستل کېږي.»
د کندوز اوسېدونکي وايي، دا چاره له کروندګرو د ملاتړ سربېره د ګران پلورنې مخنیوي او بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې په پار ګټور ګام ګڼي.
د کندوز اوسېدونکی، قسیم جان وايي: «دا ډېره ښه پرېکړه ده، ځکه چې په یوه ښه نرخ ترې اخیستل کېږي، دلته په مناسب ځای کې ساتل کېږي او په مهم وخت کې ترې ګټه اخیستل کېږي.»
د کندوز اوسېدونکی، عالمګیر زیاتوي: «ښه ګام دی، ځکه کله چې وچکالي راشي، اسلامي امارت به یې بېرته په هماغه پخوانۍ بیه وپلوري.»
دا پداسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشر د پرېکړې له مخې د هېواد نورو ولایتونو کې هم د غنمو پیرلو لړۍ پیل شوې ده.
په دې اړه مو اندونه