د زابل په مرکز کلات کې د ۲۵۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابره شوې.
د اوبو ياده شبکه د څه باندې ۴۵ زره امريکایي ډالرو په لګښت د يو مرستندويه بنسټ له لوري جوړه شوې ده.
تر ځمکه لاندې د اوبو کچې ټیټوالي او وچکالۍ د زابل مرکز کلات ښار اوسېدونکو پر ژوند هم منفي اغیز کړی دی.
۴۷ کلن خالقداد، چې د کلات ښار اوسېدونکی دی، هره ورځ به يې د څښاک پاکو اوبو ترلاسه کولو لپاره يو کيلومتر پلی مزل کاوه، خو اوس يې د کور څنګ ته د اوبو شبکې په جوړېدو سره، دا ستونزه هواره شوې ده.
د زابل اوسېدونکی، خالقداد وايي: «وړاندي مې د څښاک پاکې اوبه له لرو سیمو راوړلې، چا راته اوبه نه راکولې، ځکه هغوی خپله اوبه نه درلودې، اوس خوښ یم، چي دلته اوبو شبکه جوړه شوه.»
د زابل مرکز کلات يو شمېر نور اوسېدونکي هم له سرپرست حکومته غواړي، چې د څښاک پاکو اوبو ترڅنګ يې نورو ستونزو ته هم رسېدنه وکړي.
د زابل اوسېدونکی، سمیع الله هم په دې اړه وايي: «دلته اوبه بیخي کمې دي، اسلامي امارت دې په دې برخه کې خاصه پاملرنه وکړي.»
د زابل سیندیزې حوزې رییس وایي، چې د څښاک پاکو اوبو دا شبکه یې د یوه مرستندويه بنسټ په مالي مرسته جوړه کړې، چې ۴۵ زره امریکایي ډالر لګښت پرې راغلی او په خبره یې مرکز کلات کې به ۲۵۰ کورنۍ ترې ګټه واخلي.
عبدالکریم ذوالفقار زیاتوي، چې ډېر ژر به د څښاک پاکو اوبو ستونزې د هواري په موخه د یوه مرستندویه بنسټ په مالي مرسته یوه ستره پروژه پیل کړي.
د زابل د ترنک سیندیزي حوزې رییس، عبدالکریم ذوالفقار و ویل: «پر دغه شبکه ۴۵ زره امریکايي ډالر پانګونه شوې ده او _ د این-ار -سي له لوري جوړه شوېده، چي ۲۵۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبو زمینه برابره کړي، موږ هڅه کوو د څښاک پاکو اوبو د ستونزي هواري لپاره کلات کې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ د اوبو یوه ستره شبکه جوړه کړو.»
وروستیو وچکاليو د زابل ترڅنګ د کندهار، هلمند او روزګان اوسېدونکي هم د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي او تر ځمکی لاندې اوبو کچه لا هم د ټټېدو په حال کې ده.
په دې اړه مو اندونه