د لوړو زده کړو وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره یې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي کادري روغتون فعال کړ.
دغه پنځوس بستریز روغتون په نویو طبي تجهیزاتو سمبال شوی، چې د طب پوهنځي محصلان به پکې عملي زده کړې کوي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد حامد حسیب و ویل: « یو عملي کار دی او بل نظري درسونه دي. پوهنتون کې درسونه ښه دي، خو طبي برخو کې عملي کارونو ته ډېره اړتیا ده.»
د هرات سیمهییز مسوولین وایي، تر دې وروسته به د دغه روغتون په بېلابېلو برخو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د دوی په خبره، دغه روغتون کې به ۴۰ متخصص ډاکټران جذب شي.
د هرات والي، نور احمد اسلام جار د طلوعنیوز خبریال ته و ویل: « علم، ټکنالوژي او پوهه سپېڅلې او مبارکه ده، چې ټول قومونه او مکتبونه یې پر سېڅليتوب، عزت او حرمت متفق دي.»
د هرات پوهنتون د طب پوهنځي رییس، شفیق احمد جویا و ویل: « زموږ شاوخوا ۵۰ تر ۷۰ سلنې زده کړې عملي دي، نو ځکه له تېرو ۳۳ کلونو راهیسې چې د طب پوهنځی جوړ شوی و، د کادري روغتون کمښت حس کېده. ډېرې هڅې وشوې، چې کادري روغتون ولرو، نن کادري روغتون لرو او دا کولای شي د محصلانو ښوونیز کیفیت لوړ کړي.»
تر دې وړاندې به د طب پوهنځي محصلان د عملي زده کړو لپاره خصوصي روغتونونو ته ور پېژندل کېدل.
د دغه کادري روغتون فعالېدو سره د طب محصلان د طبي زده کړو اړتیا وړ ټولو امکاناتو څخه برخمن دي.
د طب محصل، محمد رضا ذهین و ویل: « ډېر خوښ یو، چې اوس روغتون لرو. دا د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د محصلانو ستره هیله وه.»
د هرات پوهنتون د مسوولینو په خبره، د دغه پوهنتون د طب پوهنځی د ۵۰۰ ښځینه وو په ګډون له یو زر او ۳۰۰ زیات محصلان لري.
په پام کې ده، چې ډېری دغه محصلان خپلې عملي زده کړې په تازه جوړ شوي روغتون کې وکړي.
په دې اړه مو اندونه