د واخان ملي پارک دروازه او ودانۍ د دوه میلیونه افغانیو په لګښت تر جوړېدو وروسته د سیمهییزو مسوولینو له لوري پرانیستل شو.
د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، دغه ودانۍ سېلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو، وحشي ژویو او طبیعي جاذبو ساتنې په موخه جوړه شوې ده.
د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، امان الله حسن و ویل: « د واخان ملي پارک دروازه او د واخان ملي پارک اداري ودانۍ د کرنې وزارت له پراختیايي بودیجې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه او نن یې پرانیزو.»
د بدخشان د چاپېریال ساتنې رییس، فیض الرحمان ابراهیمي و ویل: « د ښکار اجازه نه ورکول کېږي، موږ له ولسوال او قومندان صاحب او د سیمې له خلکو غواړو، چې هغه خلک وپېژني چې ښکار کوي.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، ذبیح الله امیري و ویل: « واخان په بدخشان کې تاج دی، او دا د افغانستان د ټولو خلکو ستره پانګه ده او باید وساتل شي.»
د بدخشان اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې واخان ملي پارک ته لا زیات کورني او بهرني سېلانیان ور جذب کړي.
د بدخشان اوسېدونکی، سیف الله وایي: « له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، چې بهرنیو او کورنیو سېلانیانو لپاره له واخان ملي پارکه د لیدنې زمینه برابره کړي.»
د بدخشان بل اوسېدونکي، صدر الدین و ویل: « هر سېلانی چې بدخشان ته راځي، د اقتصادي پیاوړتیا لامل کېږي.»
له بند امیر وروسته واخان د هېواد دویم ملي پارک دی، چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د پخواني حکومت له لوري ملي پارک و نومول شو.
دا پارک شاوخوا دوه کیلومټره اوږدوالی لري، چې ښکلی طبیعت، طبیعي جاذبې او کمیابه وحشي ژوي لري.