د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته یاد ریاست دوه زره متشبثو ښځو ته د کار جوازونه ویشلي دي، چې دمګړۍ دغه مېرمنې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر فعالیتونو بوختې دي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست، عزت میر حقاني و ویل: «دوه زره متشبثې ښځې د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې په کار بوختې دي. له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي.»
بل لور ته په دغه ولایت کې د متشبثو ښځو استازې وايي، چې په دغه ولایت کې ښځې په بېلابېلو برخو کې د لویو او کوچنیو کاروبارونو په ترسره کولو سره پر فعالیت بوختې دي.
د بغلان د متشبثو ښځو استازې، حمیده صدیق وايي: «ښځې په بېلابېلو برخو کې لکه؛ غالۍ اوبدل، ټغر اوبدل، خیاطۍ، چرمه ګنډل او د خوراکي توکو د پروسس په برخو کې کار کوي. دلته رسټورانټونه هم لري.»
له دې سره هم مهال یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې هم پرغاړه لري او دمګړۍ پر کار بوختې دي، له اسلامي امارته غواړي، چې ښځو ته د کار زمینې د برابرېدو برخه کې لا ډېره هڅه وکړي.
کارګره، نجیبه په دې اړه وايي: «درې میاشتې وشوې، په دې فکر یم چې څه کار وکړم، نه ورور لرم او نه بل څوک له الله پرته هیڅوک نه لرم، خو کار ته دوام ورکول غواړم، ځکه له دې لارې باید یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»
یوه بله کارګره، فهیمه هم په دې اړه وايي: «موږ دې پرېږدي چې په دغه دایمي ځای کې کار وکړو. چې ښه پروژه شي او د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو.»
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د بغلان د ټولو اوسېدونکو حقونه خوندي دي او سېمه ییز مسوولین هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې ښځو ته د کار لا ډېره زمینه برابره کړي.