Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د وسپنې ویلي کولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

هرات کې د وسپنې ویلې کولو یوې کارخونې د اتلس میلیونه امریکاي ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړ.

د دغې کارخونې مسوولین وایي، په پام کې ده چې هر ورځ دغه کارخونه کې اووه سوه ټنه بېلابېل وسپنیز توکي تولید شي. 

د وسپنې ویلي کولو کارخونې مسوول، عطاالله وردک وایي: « شاخوا ۱۸ میلیونه ډالره دلته لګول شوې دي او دویم فاز کې به تولید ۷۰۰ ټنو ته ورسیږي. او هوډ لرو چې راتلونکي کال کې درېیم فاز هم فعاله کړو چې هغې کې به اهن چادر تولیدیږي.»

د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس، حمیدالله خادم و ویل: « د هرات د صنعتي پارک د پراختیا پر مهال مو ۳۰۰ زیاتې فعالې کارخونې نه لرلې خو نن له ۸۰۰ زیاتې فعالې کارخونې لرو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د کارخونې پرانیستې پرمهال وايي، ځینې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د صنعتي ودې مخالف دي او هڅه کوي چې د هېواد بازار د دوی تولیداتو لپاره خالي وي.

هغه ډاډ ورکوي چې افغانستان به ډېر زر د صنعتي انقلاب شاهد وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نور الدین عزیزي وایي: « موږ ژمنه کړې چې ان د خپل ځان په بیه افغانستان کې صنعتي انقلاب رامنځته کړو. پوهیږم چې ځینې ګاونډیان د افغانستان پر ځان بسیاینې ته خوښ نه دي او غواړي دا هېواد د دوی د تولیداتو د لګښت ځای اوسي.»

دغو مراسمو کې ځینې نور مسوولین له صنعت او خصوصي سکټوره د سرپرست حکومت د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رییس، محمد خالد ضیا و ویل: « پانګوالو ته د اسانتیاو لپاره هره ورځ بېلابېلې پروژې په لاس کې لرو. یوه له دې پروژو چې ډېر ژر به پرانیستل شي د صادراتو د پروسس پروژه ده چې د افغانستان په پنځو زونونو کې به د صادراتو د پروسس بنسټیز مرکزونه ولرو.»

د هرات والي، نور احمد اسلام جار و ویل: « د افغانستان د اسلامي امارت او هرات سیمه ییزو ادارو د پیاړو ګامونو سره به ډېر ژر په بېلابېلو برخو کې پر ځان بسیا شو.»

د هرات د صنایعو او کانونو خونې د شمېرو لمخې، دا مهال د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې نږدې اته سوه کارخونې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه