Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې د ترکمني ژبې ورځ ونمانځل شوه

فاریاب کې د ترکمني ژبې ورځ د کتاب په نندارتون، لاسي صنایعو، سیمه ییزو جامو په اغوستلو او شعرونو ونمانځل شوه. 

د شمالي ولایتونو ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او اوسېدونکو په دې نمانځغونډه کې پر سرپرست حکومت او فرهنګي بنسټونو غږ کړی چې د اصیل ترکمني کلتور پياوړتیا، د ترکمني ادبیاتو غني کېدو، د غالیو صنعت ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو، ښوونیزو بورسیو برابرولو او د شاعرانو اثارو د چاپ په برخه کې یې ملاتړ وکړي.

د فاریاب اوسېدونکی، نجیب الله وایي: « موږ ته دې ښوونیزې بورسیې برابرې شي څو زموږ ځوانان په بهر کې زده کړې وکړي. دغه راز موږ لپاره ځانګړي شوي دولتي بستونه زموږ د نفوس شمېر په نسبت بسنه نه کوي.»

فاریاب کې فرهنګي فعال، حسن سرداش و ویل: « نن د اندخوی په څلورګونو ولسوالیو کې د غالیو د تولید ستر ښارګوټی پرانیستل شو خو کار یې نه دی پایته رسېدلی. د اسلامي امارت له مشرتابه او نړۍوالې ټولنې غواړو چې د غالیو دغه ښارګوټی پیاوړی کړي.»

ښوونکي، چاري قل و ویل: « له اوسني دولته مو غوښتنه دا ده چې زموږ د ژبې پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او ارزښتونه یې لوړ کړي. دا له اسلامي امارته زموږ غوښتنه ده.» 

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دغه نمانځغونډه کې د ترکمني ژبې او اصیل کلتور په پياوړتیا ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې د بهرني کلتوري یرغل پر وړاندې ودرېږي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، شمس الدین محمدي زیاته کړه: « ټول خلک افغاني رسالت لري چې شعوري توګه د بهرنیو د کلتوري یرغل پر وړاندې ودیرږي او اجازه ورنکړي چې زموږ پر کلتور اغېز وکړي.»
 
ګڼ شمېر ځوانانو او فرهنګیانو په ایران، ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان کې هم د ترکمني ژبې ورځ نمانځلې او په هېواد کې یې د ترکمني کلتور پر خوندیتوب ټینګار کړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه