بدخشان کې فرهنګي فعالان د یوې شعري ټولګې مخکتنې غونډه کې وايي، دغه ولایت کې د تېر پرتله ادبي او فرهنګي فعالیتونو زیات شوي دي.
دوی وایي، وروستیو میاشتو کې بدخشان کې د څو اثارو مخکتنې جوړې شوې دي.
دغه فعالان له سرپرست حکومت غواړي چې هېواد کې فرهنګ او ادبیاتو ته پاملرنه وکړي.
د کتاب لیکوال، حبیب یمګان پور و ویل: « دغه ټولګه ۲۶ یا ۲۷ شعرونه لري چې د غزل، رباعي، دوبیتي او مخمص په بڼه مو لیکلي دي.»
بدخشان کې فرهنګي فعال، قدرت الله علم یار و ویل: « د تېر کال پرتله فرهنګي فعالیتونه ښه دي او تېرو دوو کلونو کې ډېر کتابونه چاپ شوي او مخکتنه یې شوې ده او حکومت یې ملاتړ کړی دی.»
بل فرهنګي فعال، منوچهر خراساني و ویل: « فرهنګي فعالیتونه زیات شوي او تېرو څو میاشتو کې د ډېرو اثارو مخکتنه شوې.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه ولایت کې د شاعرانو او لیکوالانو د اثارو چاپ ته د زمینې برابرولو په موخه د هڅو ډاډ ورکوي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر، حکمت الله محمدي و ویل: « موږ د مشرتابه په کچه هڅه کوو، چې د شاعرانو او لیکوالانو زیارونه چاپ کړو او دغه راز پروګرامونه ترسره کړو.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شمېرو پربنسټ دامهال دغه ریاست کې له ۳۰۰ زیات شاعران او لیکوالان ثبت شوي دي.