Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د څارویو د تلفاتو د مخنیوي هڅې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي افغانستان کې د لمپي سکین (حیواني ناروغیو) یو میلیون ډوزه واکسین پلي کوي. 

د دغه سازمان مسوولین وایي، د واکسین دغه کمپاین د هېواد په بېلابېلو برخو کې پیل شوی او هڅه کوي چې څارویو لرونکو ته لا زیات واکسینونه برابر کړي. 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس، ریچارډ ترینچارډ و ویل: « تېر کال د لمپي سکین واکسین کمپاین لومړي پړاو کې اووه میلیونه څارویو ته دغه واکسین تطبیق شو خو سږ کال موږ یو میلیون ډوز لمپي سکین واکسین پلي کوو او دا شمېر زیاتوو، ډېرې غواګانې لمنځه لاړې چې د غوښې او شېدو کمېدو لامل شوي. موږ د کروندګرو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په ګډه هڅه کوو چې د دې ناروغۍ مخه ونیسو.»

کندوز کې یو شمېر څاروي لرونکي دغه ولایت کې د لمپي سکین واکسین کمپاین پلي کېدو چټکتیا غوښتنه کوي.

څاروي لرونکي، ګل محمد و ویل: « موږ ډېر خوښ یو چې دغه واکسینونه پلي کیږي او اوس هم روان دي. دغه واکسینونه باید موږ ته هم ورسیږي.»

یو بل څاروي لرونکي، سراج الدین و ویل: « واکسینونه باید ډېر شي ځکه د خلکو ټول شته همدا کرنه او مالداري ده. د خلکو څاروي باید تلف نشي.»

د لمپي سکین ناروغۍ په بېلابېلو ولایتونو کې څاروي لرونکي اندېښمن کړي. 

څاروي لرونکي وایي، که مسوول بنسټونه په دې برخه کې لاس په کار نشې د څارویو د لمنځه تللو او پر دغه ناروغۍ د انسانانو د اخته کېدو احتمال زیاتیږي.

شریک یي کړئ