په بغلان کې له شپږم ټولګي پورته یو شمېر نجونو زده کوونکو له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته خیاطۍ او لاسي صنایعو ته مخه کړې ده.
دوی وايي، زده کړې د دوی حق دی او یو ځل بیا یې له اسلامي امارته وغوښتل چې، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ پرانېزي.
زده کوونکې، پروانه وايي: «دوه میاشتې کېږي، چې د خیاطۍ په دغه کارخونه کې کار کوم. کله چې ښوونځي تړل شوي دي، اړ یو چې د کورنۍ د نفقې تامین لپاره خیاطي وکړو.»
یوه بله زده کوونکې، فاطمه هم وايي: «زموږ غوښتنه د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانیستل دي. زه له دولسم ټولګي فارغه شوې یم، پوهنتون ته تګ لپاره چمتو وم، خو د ستونزو له امله مې و نشو کړای.»
بل خوا، د دغه کارغالي یا ورکشاپ استازې وايي، چې اوس مهال شاوخوا اویا نجونې په دغه ورکشاپ کې پر کار بوختې دي.
د کارغالي مسووله، انگیزه وايي: «زموږ د زده کړو لومړۍ دوره شپږ میاشتې مخکې پایته ورسېده، چې ۶۷ زده کوونکي مو درلوده او اوس ۶۷ نور کسان هم په درې میاشتنۍ کې دي چې په خیاطۍ، چرمې ګنډلو او لاسي صنایعو کې فعالیت کوي.»
له دې سره هممهاله، په دغه ولایت کې د ښځینه متشبثو ښځو استازې وايي، چې اوسمهال د ښځینه متشبثو پنځوس سلنه کارکوونکې هغه نجونې دي، چې له ښوونځیو پاتې شوې دي.
په بغلان کې د ښځینه متشبثو استازې، حمیده صدیقي په دې اړه وايي:«۵۰ سلنې نجونې له درس او زده کړو لرې دي، چې اوس په بېلابېلو برخو کې په کار بوختې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري. د اسلامي امارت چارواکو څو ځلې ویلي، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل دایمي نه دي او د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.