د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ۸ تنو ژوند بایللی او ۹ تنه نور ژغورل شوي.
څلوېښت کلن علاءالدین چې، د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ د بر کاشکوټ سیمې اوسېدونکی دی؛ تېره ورځ د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې یې د مېرمنې په ګډون د کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی دی.
نوموړی وايي، د پېښې پرمهال د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې پر مزدورۍ بوخت و چې، د کورنۍ غړو له لاسه ورکولو خبر یې واورېد، په خبره یې د ژوند تر وروستیو به یې دا پېښه له یاده ونه وځي.
علاءالدین طلوعنیوز ته وویل:«یوه جنازه نهده، دوه نهدي، پنځه جنازې زما له کوره دي، درې یې وشولې دا دوه پاتې دي، دا دوه به نور هم څه وخت پیدا کېږي، دا ولسونه دې اللهاباد او ودان لري.»
د پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړی نبيالرحمان هم وايي:«یوه مې ورېره پیدا شوې، یوه مې ورېندار پیدا شوې، یو مې لمسی پیدا شوی او یو مې بل وراره پیدا شوی دی.»
د پېښې شاهدان وايي، په کښتۍ کې بار موټر د تیز توپان له امله د سیند په اوبو کې ډوب شو چې، له امله یې دا خونړۍ پېښه رامنځته شوه.
د پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړی عاشقالله وايي:«دې کښتۍ ته چې، څنګه راغلي دي، دې وخت کې باد څپه راغلې، کښتۍ پورته تللې ده او لاندې سوزکی غورځېدلی دی.»
په ورته مهال سیمهییز مسوولان وايي، دا پېښه د کوز کونړ ولسوالۍ د بر کاشکوټ په سربند سیمه کې را منځته شوې چې، له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اتو تنو ژوند بایللی او نهه تنه نور ژرغورل شوي دي.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوال روح الله حقمل څرګندوي:«اته نفره شهیدان شوي چې، د یوې مېرمنې په ګډون نور ټول ماشومان وو او په دغو مړو شویو کې پنځه نفهر یې له سیند څخه پیدا شوي او درې نفره لا ورک دي.»
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم وویل:«ولایتي اداره به هڅه کوي چې، په دغې سیمه کې یو پل چې، لږ تر لږه د کښتیو لپاره یو لاین وي هغه ورغوي؛ ترڅو پورې خلک راتلوونکې کې له دغسې پېښو نه په امان کې وي.»
په همدې حال د کوز کونړ ولسوالۍ د بر کاشکوټ سیمې اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې په دې سیمه کې د پله وېجاړېدو له امله له ستونزو سره مخ دي. دوی په دې برخه کې د سرپرست حکومت د مسوولانو ځانګړې پاملرنې غوښتې ده.
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ قومي مشر محمد ګل ثمر طلوعنیوز ته وايي:«هیله کوو چې، د دې پول غم وکړي؛ ترڅو دلته ولسونه له دې ستونزې خلاص شي.»
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی میر عالم ساپی هم څرګندوي:«موږ دا هر څه مکمل دا وسپنه، شیان ولسونو راوړي دي، کار یې خلاص دی، یوازې یوه پایه ده دا دې جوړه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، شااوخوا درې میاشتې وړاندې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په بېلې سیمه کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ژوند بایللی وو.