د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته په دغه ولایت کې د ښوونځیو د جوړولو غوښتنه لري.
دوی وايي، د تېرو دوو لسیزو جګړو له امله یو نسل له زده کړو محروم شوی دی.
د ارزګان مرکز اړوند ترینکوټ ښار شمال ختیځ په ۳۵ کیلومټرۍ کې د عباس علي کلي ځايي اوسېدونکي وايي، تر زرو زیاتې کورنۍ په دغه کلي کې مېشتې دي.
د دغې سیمې اوسېدونکي له سرپرست حکومته په دغه سیمه کې د ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي، په خبره یې د تېرو دوو لسیزو جګړو پرمهال یې پوره یو نسل له زده کړو محروم شوی دی.
د ارزګان اوسېدونکی، امیر محمد وايي: « زموږ په دې علاقه کې په ټول عباس علي کې نه مکتب لرو او نه مدرسه لرو. زموږ یو نسل چې اوس ځوانان دي له تعلیم پاتې شول او اوس چې نوی نسل را روان دی، د دوی لپاره هم نه مکتب شته او نه مدرسه شته دی.»
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی، انار ګل هم وايي: « که ښوونځي جوړ شي ډېره ښه ده، دا ماشومان به پکې زده کړې وکړي. دلته ماشومان همداسې ګرځي، زده کړې نشته او بیا کار هم نشته.»
د ارزګان اوسېدونکي، عبدالواسع هم و ویل: « زموږ ماشومان همداسې ګرځي، نه مکتب شته او نه بل څه شته. له کوم وخته چې زه راغلی یم دې سیمه کې اوسم مکتب نشته. په ټول عباس علي سیمه کې نشته.»
خو سیمهییز مسوولین وايي، ددغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو جوړولو ترڅنګ د پوهنیز ودې په موخه هڅې کوي.