Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز اوسېدونکي: د ایران په ویزو کې ځنډ مو ناروغان له ګواښ سره مخ کړي

د ایران ویزې ترلاسه کولو کې ځنډ د نیمروز اوسېدونکي اندېښمن کړي دي او وایي، دغه برخه د درې میاشتنې ځنډ له امله نشي کولای وخت خپل ناروغان ایران ته د درملنې لپاره ورسوي.

دوی زیاتوي چې د ایران د ویزو بېړنی بهیر هم یوه میاشت وخت نیسي.

د نیمروز اوسېدونکی، عبدالخالق په دې اړه وایي: « یوه نیمه یا دوه میاشتې کیږي چې هره ورځ دغه شرکت ته راځم خو تر اوسه د ویزو په ترلاسه کولو نه یم بریالی شوی. موږ د ایراني مسوولینو همکاري غواړو.»

د نیمروز اوسېدونکي، ګل احمد و ویل: « ویلي یې و چې ویزې په شپږ ورځو کې ورکول کیږي، خو اوس ۱۵ ورځې تېرې شوې او له الا هم نه ده راغلې. پلار مې ناروغ دی او نه پوهیږم څنګه یې پر وخت ایران ته د درملنې په موخه ورسوم.»

نیمروز کې سیاحتي شرکتونه هم د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې له ډیپلوماټیکو لارو دې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

نیمروز کې د سیاحتي شرکتونو ټولنې مسوول، عبدالوهاب خاشرودي و ویل: « زموږ شرکتونو له لوري هیڅ ستونزه نشته، موږ پاسپورټونه لېږو. د ویزې د لوړې بیې لامل دا دی چې د هرې ویزې ټکټ ترلاسه کیږي. له حکومته مو هیله ده چې دغه برخه کې جدي پاملرنه وکړي.»

خو سیمه‌ییز مسوولین وايي دا ستونزه د ایران او اسراییلو ترمنځ د کړکیچ له امله رامنځته شوې او ډېر ژر به حل شي.

د نیمروز د بهرنیو اړیکو رییس، یار محمد حقیار و ویل: « کندهار کې مو د ایران له کونسلګرۍ سره خبرې وکړې. دوی خپلې ستونزې منځني ختیځ کې د نښتې او د انټرنټ کمزوري یادې کړې او و یې ویل چې ژر به یې حل کړي.»

تر دې وړاندې د نیمروز اوسېدونکو د ایران ویزې له لوړې بیې هم شکایتونه کړي و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه