Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د روشن ۴G خدمتونه فعال شول

د روشن مخابراتي شرکت په بلخ ولایت کې د دغې شبکې د انټرنیټ کیفیت له ۳G څخه ۴G ته لوړ کړ.

د دغه شرکت مسوولین وايي، دوی زیات پراختیايي پروګرامونه لري او په راتلونکي کال کې به د روشن انټرنیټ د افغانستان ډېری برخو کې ۴G ته لوړ شي.

د روشن مخابراتي شبکې ولایتي مسوول، محمد اصف صدیقي و ویل: « روشن مخابراتي شرکت تېرو درېیو کلونو کې ډېر پراختیایي خدمتونه وړاندې کړې دي او وخت وړاندې مو په رسمي توګه بلخ کې ۴G خدمتونه فعال کړل. هیله من یو چې راتلونکو کلونو کې ټولې ولسوالۍ او سیمې له ۴G چټکو خدمتونو برخمن شي.»

د بلخ اوسېدونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، مخابراتي شبکې باید د انټرنیټ بیې راکمې او کیفیت یې لوړ کړي.

د بلخ اوسېدونکي، نصرت الله عظیمي و ویل: « ډېر خوښ یو چې زموږ په ښار کې د روشن انټرنټ ۴G شو خو غوښتنه مو دا ده چې د انټرنټ چټکتیا له دې هم زیاته کړي او دغه راز د بیو په برخه کې هم پاملرنه وکړي او کمې یې کړي.»

د مزارشریف ښار اوسېدونکي، جمشید و ویل: « د افغانستان د ټولو خلکو تمه همدا ده چې مخابراتي شرکتونه په ریښتینې توګه د خپلو خدمتونو کیفیت لوړ او بیې کمې کړي.»

روشن ۲۰۰۳ زېږیز کال کې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ او دا مهال د هېواد ۳۴ ولایتونو ډېری برخو کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه