Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورستان کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د نږدې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په اررښت د یوه روغتیايي مرکز جوړولو چارې پیل شوې. 

سیمه‌ییز مسوولین وایي، دغه روغتون په دوه جریبه ځمکه جوړېږي، چې د چارو بشپړېدو سره به یې زرګونه کورنۍ روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي ومومي.  

د نورستان والي، زین العابدین عابد و ویل: « درې سوه شپېته زره ډالر لګښت پرې راځي، ٢٤ خونې به لري او په عصري وسایلو به سمبال وي.»

د نورستان د عامې روغتیا رییس، سعیدالله نعماني و ویل: « د نړۍ وال نورم مطابق چې کومو وسایلو او تجهیزاتو باندې مالامال CHC کلینیکونه وي د همغې معادل به وي؛ نو کولی شو د دغه کلینیک له لارې به د ټول لویدیځ نورستان ضرورتونه رفع کړو.»

لویدیځ نورستان کې د نور ګرام ولسوالۍ اوسېدونکي د ژوند نورو لومړنیو اسانتیاو ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره هم مخ دي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې دغه و لسوالۍ کې لا زیاتې پراختیایي پروژې پلي کړي. 

د نورستان اوسېدونکی، رقیب خان وایي: « دلته به د نورستان د درېیو درو ټولو مریضان به سمبالېږي، دلته به بسترېږي.»

د نورستان بل اوسېدونکي، داد ګل همدرد و ویل: « ټرانسپورت مخکې هم وجود نه درلود، چې یو سړی ناروغه کیږي په کټ او په تذکره ښکته کېږي، بیا موټر ته پورته کیږي چې متاسفانه ډېر ناروغان مونږ په لارو کې له لاسه ورکول.»

عبدالوارث هم و ویل: « د الینګار ولسوالۍ د ځینو کليو خلک هم دلته راځي؛ نو هغه ضرورتونه چې ناروغان یې لري هغه به دلته حل کیږي.»
 
نورستان د هېواد ختیځ کې پروت دی چې د نورګرام په ګډون یې د ډېری ولسوالیو د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي د ښوونیزو، روغتیایې او مخابراتي خدمتونو له کمښت سره مخ دي.

شریک یي کړئ