Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې یوه ځوان بې ځایو شویو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې

خوست کې یوه ځوان د کورنیو بې ځایه شویو پنډغالي کې لسګونه ماشومانو ته په وړیا ډول د لومړنیو زده کړو ټولګي پرانیستي دي. 
 
۲۵ کلن عبدالمالک چې خوست کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصل دی او خپله هم له پکتیا را بې ځایه شوی دی وایي، له لوګر، پکتیکا، پکتیا او خوست له ځینو ولسوالیو بې ځایه شویو ماشومانو ته چې د ورځې په درنو کارونو بوخت وي، سهار او ماښام وړیا تدریس کوي. 

عبدالمالک د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « د خوست په مرکز کې د کډوالو په پنډغالي کې مو ټولګی جوړ کړی، دلته د پکتيا، پکتيکا، لوګر او د خوست د بېلابېلو ولسواليو خلک اوسېږي، اکثره بې وزله بې سرپرسته او هغه ماشومان دي، چې د ورځې په درنو کارونو بوخت وي، د دوی لپاره مو دوه ټولګي يو سهار او بل د ماښام مهال پرانيستي دي، دلته تر پنځوس پورې ماشومان او تر اوولس پورې کوچنۍ نجونې دي، دوی ته له الف و با پيل بيا اسلامیات، لمونځونه او هغه چې څه چې اړين دي، ورته تدريس کوو.».

دغه ټولګي کې پر زده کړو بوخت ماشومان وايي، په خصوصي ښوونځیو کې د زده کړو وس نلري او تر دې مهاله یې دلته ډېر څه زده کړي دي.

خوست کې زده کوونکې، ښکلا و ویل: « زه غواړه ډاکټره شم، دا دوه مياشتې کېږي دلته درس وايم.»

بل زده کوونکي زاهدالله وويل: « خپل، د پلار، ورور او هر چا نوم ليکلی شم، دا هر څه مو دلته زده کړل، پخوا مو هېڅ نه و زده، دلته راځم خپلې زده کړې کوم او غواړم خپل راتلونکی جوړ کړم.»

زده کوونکي احسان الله بيا وويل: « دلته يو خصوصي ښوونځی شته، خو هغه پنځه سوه افغانۍ غواړي، زه توان نه لرم، چې دا پيسې ورکړم.»

د کورنیو بې ځایه شویو د دغه پنډغالي اوسېدونکي له مسوولینو غواړي، چې د ماشومانو لپاره یې ښوونځی جوړ کړي. 

کورني بې ځایه شوي، محمد شريف و ویل: « ښار او دولتي مکتبونو ته رسېدنه نه شي کولی، دلته خصوصي ښوونځي شته، خو خلک ډېر بې وزله او توان يې نه لري، دلته بايد ښوونځی جوړ شي او نور ټولګي زيات شي.»
 
بل بې ځایه شوي، نقيب الله و ویل: « له دولت او موسساتو مو غوښتنه دا ده، چې د دې ټولګي ملاتړ وکړي، ځکه دلته داسې ماشومان شته چې ښوونځيو ته نشي تللی، ډیری بې وزله دي.»

په ورته مهال د خوست پوهنې ریاست د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د سیمه‌ییزو ټولګیو سره د تدریسي امکاناتو په ګډون ځینو نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.

د خوست د پوهنې رياست وياند، قاسم جان قاسمي و ویل: « په محرومو سيمو کې چې هېواد پرسته خلک سیمه ییز ټولګي جوړوي، د پوهنې رياست رهبري يې کلک ملاتړ کوي، ډاډ درکوو، چې دغه موضوع مو په تېر کې هم له رهبري سره شريکه کړې او هغه ځوانان چې دا ډول ټولګي يې جوړ کړي د پوهنې رياست د سواد زده کړې امريت سره خپل ټولګي ثبت او امتياز دې تر لاسه کړي.»

تر دې وړاندې په بغلان او کندوز ولایتونو کې هم د پوهنې وزارت مسوولینو په همکارۍ لرې پرتو سیمو کې سلګونو نورو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه