Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د وسپنې ویلي کولو د یوې کارخونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

بلخ کې د یوه سوداګر له لوري د ۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په ۱۱۰ جریبه ځمکه د وسپنې ویلې کولو د یوې کارخونې چارې پیل شوې. 

د دې کارخونې مسوول وايي، دغه کارخونه به د هېواد د ځان بسیاینې په موخه تر راتلونکو پنځو کلونو جوړه شوي او نږدې پنځه زره تنو ته به پکې کاري زمینه هم برابره کړي.

سوداګر، نقیب الله د دغې کارخونې په اړه و ویل: « د خدای ج په غوښتنه به مو لومړی فاز په یوه کال کې بشپړ شي چې په ټوله کې په پنځو فازونو کې ۵۰ میلیونه امریکایي ډالر پانګونه کوو او شاوخوا ۵ زره تنو ته په مستقیم او زرګونه نورو ته په غیر مستقیمه توګه کاري زمینه برابریږي.»

د وسپنې ویلې کولو کارخونو د ټولنې اجراییوي آمر، عبدالنصیر رشتیا و ویل: « نن له نیکه مرغه تاسو پوهیږئ چې دغه ستر سکټور کې له ۵۰۰ امریکایي ډالرو ډېره پانګونه شوې او موږ وکولای شوای چې شاوخوا شل زرو تنو ته په مستقیمه توګه کاري زمینه برابره کړو او فلز د تولید د دغې کارخونې د چارو پیل هم دغه برخه کې یو مهم ګام دی.»

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې او صنایعو او کانونو خونې د دغه ډول کارخونو جوړولو د هېواد په اقتصادي وده کې مهم ګام ګڼي او د سرپرست حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، خیر الدین مایل و ویل: « ملت، خلک او دولت ټول غواړي چې افغانستان پر ځان بسیا اوسي او پر یو صادراتي هېواد بدل شي.»

د بلخ د صنایعو او کانونو خونې رییس، امام الدین سنايي زاده و ویل: « هغو پانګوالو چې خپلې پانګې له افغانستانه بهر ته لېږدولي، دغه پانګې یې افغانستان کې پیداکړي، راشئ په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ څو خلکو ته کاري زمینه رامنځته شي او هېواد مو پر ځان بسیا شي.»

د بلخ والي وايي، اسلامي امارت د هغو سوداګرو چې په کوردننه پانګونه کوي د ملاتړ سربېره ورته اسانتیاوې هم برابروي.

د بلخ والي، محمد یوسف وفا و ویل: « موږ مو ملاتړ کوو، راشئ او خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، د خپلو افغانانو او بې وزلو لپاره پانګونه وکړئ. مجاهدین هغه اتلان دي چې ازادي یې ترلاسه کړ او تاسو راشئ اقتصادي اتلان شئ او د خلکو اقتصادي ستونزې پایته ورسوئ.»

د وسپنې ویلي کولو د دغې کارخونې مسوول د مالوماتو لمخې، د لومړي پړاو چارې به تر راتلونکي یوه کال پورې د ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شي چې نږدې ۱۵۰۰ تنو ته به پکې کاري زمینې هم برابرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه