Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشانۍ مېرمنې ۵۰ نورو ښځو ته کاري زمینه برابره کړې

د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې یوې ښځې د لاسي صنایعو د یوې کارخونې په جوړولو سره شاوخوا ۵۰ نورو ښځو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

د کارخونې مسووله راحله اسملي وایي، دغه کارخونه یې د ښځو د ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړه کړې ده.

راحلې اسملي و ویل: « ۵۰ تنه دلته کار کوي، لس کسه رغزه، اته په خیاطۍ، اته ګلدوزۍ، شپږ بړستن اوبدلو، او اته نور هم غاړې ګنډولو په برخه کې بوخت دي.» 

دغه کارخونه کې په کار بوختې ښځې له اړوندو مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.

کارکوونکې، خدیجه وایي: « له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې موږ سره مرسته وکړي څو دلته په کار کولو سره پرمختګ وکړو.»

د کارخونې بلې کارکوونکي، ماه بیګم و ویل: « خوښه یم چې دا کارخونه جوړه شوې او موږ کولای شو دلته کار وکړو.»

په ورته مهال د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، د ښځو له دغه ډول فعالیتونو ملاتړ کوي.

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو مدیر، ثمر الدین رحماني و ویل: « موسسې هم دغه برخه کې مرستې کوي. کونډو او اړمنو ښځو کار پيداکړی دی، دا یوه ښه صنعت دی او د صنعت او سوداګرۍ ریاست د دغو برخو ملاتړ کوي.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مالوماتو پربنسټ، دا مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له زرو زیاتې ښځې په سوداګریزو چارو بوختې دي.

شریک یي کړئ