د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د چین له سفیر سره بامیان ته تللی او ددغه ولایت مرکز کې د لمریزې برښنا یوه تولیدي مرکز له پرانیستلو خبر ورکوي.
دغه مرکز د ۲۰ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري، چې د چین په مرسته جوړېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور و ویل: «چین ژمنه کړې وه چې ۲۰ میګاواټه لمریزه برېښنا چې لس به یې له بېټرۍ وي او لس میګاواټه به له لمریزې انرژۍ ترلاسه کيږي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد بیا وايي: «بامیان ته چې کوم تخنیکي ټیم راغلی، لومړنۍ سروې یې کړې ده، ژمنه یې کړې چې د سفارت له لوري به هم حکومت ته یوه طرحه وړاندې کوي، څو حکومت دغه پروژه تمویل کړي.»
د بامیان والي وايي، د لمریزې برښنا دغه تولیدي مرکز جوړېدو سره به د بامیان اوسېدونکو ډېری ستونزې حل شي.
ددغه ولایت اوسېدونکي هم وايي، د لمریزې برښنا تولید سره به یې ځینې ستونزې حل شي؛ خو له مسوولینو پخپلو سیمو کې د لازیاتو پراختیايي پروژو پلې کېدو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د بامیان والي، عبدالله سرحدي و ویل: «د خلکو له لوري ډاډ ورکړل کیږي چې ځمکه دولتي ده او خلک د برېښنا غوښتونکي دي. که د چین سفیر همکاري وکړي، خلک ډېر خوشالیږي.»
د بامیان اوسېدونکی، محمد امین هم وايي: «د برېښنا نشتوالي خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړې دي. تلیفونونه بند دي او کورونه تیاره دي.»
د بامیان اوسېدونکی، اسماعیل په دې اړه و ویل: «د برېښنا جوړېدل د خلکو لپاره ډېر ګټور دي. په ځانګړې توګه د شرکتونو او د سیمې اقتصاد ته وده ورکوي.»
دا پداسې حال کې ده، چې دا مهال بامیان کې نږدې څلور میګاواټه لمریزه او ډیزلي برښنا تولیدېږي، چې له څلور زرو زیاتې کورنۍ ترې ګټنه کوي.
خو د بامیان مرکز او ولسوالیو کې زرګونه نورې کورنۍ بیا له وړو لمریزو ښيښو او بیټریو څخه ګټه اخلي.
په دې اړه مو اندونه