د روان لمریز کال په وږي میاشت کې له کندهاره د څه باندې ۳۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت بهر ته شپږ زره ۹۶۰ ټُنه اینځر صادر شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په خبره، د اینځرو زیات صادرات له دغه ولایته هند او پاکستان ته شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، عبدالباقي بینا په دې اړه وايي: «له کندهار هند او پاکستان ته سږ کال د ښه پلور په موخه زموږ د انځرو صادرات په ځنډ پېل شول، خو یوازي مو د وږي میاشت کې د ۳۶ مېلونه ډالرو په ارزښت ۶۹۶۰ ټنه انځر صادر کړي او دغه شمېر لاهم د لوړېدو په حال کې دی.»
کندهار کې د وچې مېوې ځینې کاروباریان وايي، د هند او پاکستان ترڅنګ د نړۍ په نورو بازارونو کې د افغانستان وچې مېوې تقاضا زیاته ده.
کندهار کې یو سوداګر، توریالی په دې اړه وايي:«موږ اوونۍ کې شل یاهم څلوېښت ټنه وچه مېوه، انځر، کشمش پروسیس کوو او بیا یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږو.»
کندهار کې یو کارګر، اغا محمد هم و ویل:«موږ د نړۍ د غوښتني مطابق ۲۵۰ ګرامه، سل ګرامه او له دې څخه زیات او کم بسته بندي کوو او بیا یې لېږو.»
یو بل کارګر، جمعه ګل بیا وايي: «تر ټولو مخکي وچه مېوه د باغونو له خاورو او ګردونو پاکېږي، ماشینونو ته ځي او له هغه وروسته په ځانګړو قطیو کې بسته بندي کیږي او صادرېدو ته چمتو کیږي.»
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د معلوماتو پربنسټ له دغه ولایت څخه په زیاته کچه وچه مېوه هند او پاکستان ته صادرېږي، چې بيا له دغو هېوادونو نورو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.