Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ازبېکې ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه

په جوزجان کې د ازبیکي ژبې ملي ورځ د یوه ښوونیز مرکز له لوري د یوه نندارتون جوړولو سره ونمانځل شوه.

د کتابونو نندارتون، لاسي صنایع، سیمه‌ییزو کالیو اغوستل او شعر ویل ددغه پروګرام مهمې برخې دي.

د دغه پروګرام تنظیم کوونکي له مسوولینو غواړي چې ددې ژبې ودې برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.

فرهنګي فعال، علي شیر انتظار و ویل: «د لوړو زده کړو په موسسو کې د ازبکي ژبې د څانګو ملاتړ ته زیاته پاملرنه وشي او د رسنیو په پروګرامونو کې هم د ازبکي ژبې او ادب ملاتړ شامل شي، زموږ ډېره غوښتنه همدا ده.»

کلتوري فعال، کرامت الله عزیزي و ویل: «درسي کتابونه او په سیمه کې مروج نصابونه باید لوستونکو او کادرونو ته په لاسرسۍ کې ورکړ شي.»

د پوهنتون استاد، حسام‌الدین تویغون وايي: «موږ په تحصیلاتو کې هم کادرونه لرو، خو د ماسټر او دوکتورا په کچه د کدرونو روزنې لپاره جدي اړتیا شته چې اسلامي امارت ورته پاملرنه وکړي.»
ورته مهال د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ددغو مراسمو پرمهال له هېوادوالو وغوښتل چې د یووالي  او یو بل منلو په اړه فکر وکړي.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس، سیف الدین معتصم وايي: «خدای دې زموږ ځوان نسل ته توفیق ورکړي چې له قوم پالنې، ژبې پالنې، توکم پالنې او سمت پالنې ښه ګټه واخلي، او خدای دې توفیق ورنه کړي چې ناوړه ګټه ترې واخلي.»

د تلې ۲۹ مه د ازبیکي له ملي ورځې سره برابره ده چې د پخواني حکومت پرمهال دغه ورځ په دې نامه نومول شوې وه او د افغانستان په کلیزه کې ثبت شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه